د ماليې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري وینا

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۹:۲۸

له کسبګرو او دوکاندارانو څخه د مالیې وزارت په ملاتړ غونډه کي

الحمد لله رب العالمين، والعاقبة للمتقين والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد:

فاعوذ بالله من الشیطان الرجیم -  بسم الله الرحمن الرحیم:

[ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ][ البقرة ۱۸۸]

محترمو او معززو میلمنو، علماء کرامو، د اسلامي امارت د کابينې محترمو اعضاوو، د پوهنتونو استاذانو، د رسنيو استازو او ټولو حاضرينو!  

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

خوښ یم چي یو ځل بیا د خلکو او هیواد لپاره د اقتصادي هوسایني په موخه سره راغونډ سوي یو، یو او بل د ښه خدمت په موخه ستایو او د کومک ډاډ ورکو، موږ تل هڅه کوو او کړې موده، چي د هیواد او خلکو لپاره سهولتونه رامنځ ته کړو، ترڅو هیواد مو ښه اقتصاد ولري، ولس مو په اقتصادي فعالیتونو کي برخه واخلي او د ښه ژوند زمینه ورته برابره سي.

د مالیې وزارت د اصنافو مالیاتي نورم په بې ساري ډول راټیټ کړ، دا ددې لپاره ترڅو اصنافو ته د کاري فرصت زمینه نوره هم برابره سي، ځوانان کاروبار ته وهڅول سي، او د  هیواد د وګړو د لومړنیو ضرورتونو او غذايي موادو قیمتونه مناسب وساتل سي.

پر دې سربیره هغه مالیه ورکونکي، چي مالیات يې په سمه توګه ارزول سوي نه دي او یايې په کاروبار کي تغیر راغلی، د مسئولو کسانو له خوا به يې له سره  په سمه توګه د مالیې تثبیت وسي تر څو له دې امله زیانمن نه سي.

د مالیی وزارت او اړوندي ادارې يې د مالیې په راټولولو کي د شفافیت او اسانتیا رامینځ ته کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. پوره شفافیت را وستو ته ژمن دي او له هر ډول فساده سره به جدي مبارزه کوي، د مالیې د تادیې په پروسو کي به لازمي اسانتیاوي عملاً رامنځته کوي او د برېښنايي سیستمونو اسانتياوي به برابروي.

 د شکایاتو د اورېدلو لپاره د دې وزارت او اړونده ادارو دروازې تل د مراجعینو پر مخ خلاصي دي، که څوک  شکایت ولري په اړه يې اړین اقدامات کیږي.

د اصنافو د مالیی په راکمولو سره د ددې فرصت رامنځ ته سو، چي له ټولو اصنافو سره یو رنګ چلند وسي او هغه اصناف چي د مالیې د ورکړي څخه فرار کوي مخنیوی يې وسي. د ټولو اصنافو د مالیې تثبیت وسي او ټول اصناف یو ډول د دې ټیټ مالیاتي نورم څخه برخمن سي.

د اصنافو د مالیی د تثبیت د پروسی د تحقق په منظور د (۱۰۵۸) کارکونکو لپاره ضرورت وو، چي د استخدام پروسه يې په ولایاتو کي تکمیله سوې او په کابل کي به په راتلونکو څو ورځو کي تکمیله سي. موږ د دې هدف په لاسته راوړلو کي د ریاست الوزرا د محترم مقام او د یاد مقام د محترمو معاونینو څخه ډیر منندوی یو، چي په دې اړه یی لازمه مرسته وکړه او د ضروري بوديجې د تخصیص منظوري یې راکړه.

همدا رنګه د امتحاناتو د ملي کمیټې له محترم مشرتابه او همکارانو څخه مننه کوو، چي له کاندیدانو څخه يې په مرکز او ولایاتو کي په شفافه توګه  تحریري امتحان واخیست او نتایج يې شریک کړل.

له محترمو مالیه ورکونکو څخه هیله مندیو چي د تثبیت په پروسه کي ددې وزارت له کارکونکو سره پوره همکاري وکړي. د مالیې ورکړه یو اجتماعي او ملي مکلفیت دئ او له دې سره به ادارې وکولای سي، چي لا ښه خدمتونه وړاندي کړي، د خپل هیواد په اقتصادي بیارغونه کي برخه واخلئ او د مالیې د ورکړي څخه فرار مه کوئ. لکه څنګه مو چي د مالیې نورم په بیساري ډول راټیټ کړ په همدغه شکل به زموږ تل دا هڅه وي چي تاسو ته لازم سهولتونه برابر کړو.

د يوه ځان بسيا افغانستان په هيله

ستاسو د ټولو د پاملرني څخه مننه

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .