د وزارت پیژندنه

تاریخچه

د احمد شاه بابا د سلطنت په دوره کې چې مالي چارو ته زیات ارزښت ورکول کېده، د لومړي ځل له پاره په ۱۱۴۰ لمریز کال کې د دولت د نورو چارو او تشکیلاتو ترڅنګ د یوې شعبې د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې د همایون اعلی په نامه (نننی مالیه وزارت) ورته ویل کېده اود سردارعبدالله خان پوپلزي پرمټ یې چارې پرمخ وړل کېدې. په هغه وخت کې ورته د دېوان بیګي نوم هم ورکړل شوی و.  چې د وخت په تېرېدو سره د دېوان بیګي لقب په مستوفی المالک واوښت او واګې یې د اوسنۍ مالیې وزارت هومره وې. مستوفي المالک په خپل ځواک سره د ټولو ولایتونو مالي اوحسابي چارې همغږي او څارلې.

مالي مسایل لکه د نورو مسایلو په ډول له سیاسي او ټولنیزو هغو سره اړیکه لري. کله چې په ۱۲۹۸ هـ لمریز کال کې د افغانستان خپلواکې ترلاسه شوه، نوله دې سره د افغانستان یوه نوي دوره پیل شوه، په دې دوره کې سیاسي تشکیلات، حکومتې سیستم، اداري نظام او د بهرني سیاست بنسټ کېښودل شو. د مالي اواقتصادي وضعې د ښه والي اړوند اصلاحات  پیل  شول. په دې کلونو کې دفاعي او امنیتي تشکیلات، د پوهنې اوروغتیا عام کېدل، مخابرات اونښلونې، د اوبو او برېښنا جوړونه، د فابریکو بنسټ، د کانونورا ایستل، د سوداګرۍ پراخوالی، د مرکزي بانکونو او نورو بانکونو جوړېدل او د دولتي اوخصوصي تصدیو فعاله کېدل شامل ؤ.

له خپلواکۍ څخه وړاندې د افغانستان مالیات په داسي ډول ؤ چې: مستقیم مالیات لکه، د زمکې، ژرندې، د اصنافو جواز، د پایکوب (یوډول ماشین ؤ) مالیات، د لوګیو په سرمالیه، سرانه، مذهبې جزیه، د مالونو او څلوېښتمه مالیه، د څارویو، صکوکو اوداسې نورو مالیه اخیستل کېده اوغیري مستیقمه مالیه یا ګمرکې مالیه په برخو وېشل کېده، له دې څخه وړاندي نورشکلونه یې بېګار، جسمې خدمتونه، غنیمت، خراج او داسي نور... ؤ.  په غیرمستقیمو مالیاتوکې په ګمرکې مالیو سربېره، د حق الانحصارمالیه، دځینو استهلاکې موادو په پلورلو مالیه، اوبالاخره په اسعارو هم مالیه ټاکل کېده. د ګمرکونومالیه به د سببونو په واسطه راټولېده اوګمرک به د چبوتره په نامه سره یادېده، دا مالیه به په نقدو اود جنس په بڼه راټولېده.

له ۱۲۹۹ کال وړاندې دولت یو اسانه تشکیل درلود، چې له دفتر او ورځپاڼې څخه عبارت ؤ اوپه ارقاموبه ترتیب کېده، په هغه وخت کې د بودجې  نظام شتون نه درلود، په ۱۲۹۹ کال کې د دفتر اصول جوړ شول، په دې وخت کې دفتري اصولو مضاعفه بڼه نه لرله بلکه د هغه وخت له غوښتنې سره سم به پرمخ بېول کېده. حسابونو یې په همدې ډول تر ۱۳۰۳ کال پورې دوام  پیدا کړ او له  ټولو اسنادو سره به پلازمېنې ته راوړل کېده. په ۱۳۰۳ کال کې د دفتري اصول ځای ښاري اصولو ونیو اود هغو په اساس به د حسابونو او اسنادو ترتیب اوتنظیم په هره میاشت کې کېده. په ۱۳۱۵ کال کې د ایټالوي پوه (ژینومانچولې) په واسطه په مالي سیستم کې بدلون راغی چې بیا به د اسنادو ترتیب او تنظیم اجرایه څانګې او کنترول ته  لېږل کېده اومحاسبې به د محاسبې په دفترونو کې ترسره کېدې.

د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته ادارې  تشکیلاتو تعدیل وموند. په پیل کې د چارو پرمخ بېولو له پاره  د څارنې په نامه بنسټونه جوړشول. چې له دغو بنسټونو څخه یوهم د مالیې وزارت ؤ.  نوموړي وزارت په ولایتونو او مرکزکې څانګې درلودې. په ولایتونو کې به مالي نماینده ګان نایب الحکومه اومستوفیان ګمارل شوي ؤ.

د مالیې وزارت په اړه

ماليې وزارت د بودیجې د جوړولو، پلې كولو، د مالياتو راټولولو، د ټولو دولتي لګښتونو او تادياتو اداره كولو او د ګمركي چارو د برابرولو مسؤوليت په غاړه لري. هر دولت ته په كار دي چې د خپلو عوايدو او لګښتونو د حالت څخه خبر وي ترڅو د دقيقو معلوماتو په پايله كې خپل مالي امكانات تنظيم او د هر څه له پاره په اغيزمنه توګه تخصيص وټاكي.

يو دولت هغه وخت بريالى ګڼل كېږي چې د بودیجې د كمبود مخنيوى وكړي. ددې موخې د ترلاسه كولو له پاره بايد د عوايدو او لګښتونو تناسب په پام كې ونيسي او داسې ګامونه پورته كړي چې د عوايدو راټولول زيات كړي، د بې ځايه لګښتونو مخه ونيسي او هر څه په سمه  توګه  اداره كړي.

د افغانستان د بودجې زياته برخه د نړيوالو مرستو څخه ترلاسه كېږي. د ماليې وزارت دنده لري چې افغانستان ته د نړيوالو مالي مرستو راتګ تنظيم او همغږي كړي او مرسته كوونكي په دې قانع كړي چې ډېرې پيسې د افغانستان د بودیجې له لارې مصرف كړي.

د ماليې وزارت  په تېرو څو كلونو كې په دې توانېدلى چې خپل فعاليتونه د نړيوالو اوصولو او معيارونو سره سم عياركړي او ددې موخې د ترلاسه كولو له پاره يې د وزارت په د ننه كې د بشري منابعو ځواك رامنځ ته كړى او د پاليسيو په رامنځ  ته  کیدو او تطبيق كې يې د پام وړ اصلاحات راوستي دي چې د مامورينو د كاري ظرفيت لوړولو او د دوى د ستونزو د حل كولو له پاره په پرلپسې توګه كار كوي او په دې لړ كې ډېرې لاس ته راوړنې هم لري.

د ماليې وزارت اصلي موخه داده چې ټولې مالي چارې د اقتصادي اصولو او قوانينو پر بنسټ تنظيم كړي ترڅو افغانستان اقتصادي ثبات، آمن او پر ځان بسنه ترلاسه كړي او د دې ډاډ وركړي چې عامه شتمني (بيت المال) په شفافه توګه او د حساب له مخې د خلكو د اړتياوو د پوره كولو له پاره كارول كېږي.

په پاى كې نړيوالې ټولنې، مرسته كوونكو او بهرنيو پانګه والو ته ډاډ وركړي چې افغانستان يوه سالمه اقتصادي اداره لري او په ټولو مالي چارو كې هغوى ته اسانتياوې برابرولى شي.

لرلید

یو مستحکم، با ثباته او د اقتصاد له درکه په پښو ولاړ افغانستان او د مالیې داسې وزارت چې حساب ورکوونکی وي او د خلکو اړتیاوو ته ځواب وویل شي.

موخه

د مالیې وزارت د افغانستان له مرکزي بانک سره په ګډه کار کوي چې د هېواد اقتصادي جوړښتونه په سمه توګه ورغاول شي. د مالیې وزارت دا مسؤولیت هم لري چې د مختلفو دندو په ترسره کولو سره د هېواد له پاره د ملي پراختیا مهم لومړیتوبونه په نخښه کړي.

 خدمات

د مالیې وزارت خپلو اوسېدونکو ته دا لاندې خدمتونه وړاندې کوي

  • د عوایدو راټولول، مالیاتي او غیر مالیاتي


د مالیې وزارت دولتي ادارو ته دا لاندې خدمتونه وړاندې کوی:

  •  د بودیجې جوړول ( ټولو دولتي ادارو ته)
  •  د تخصیصاتو مراحل ( ټولو دولتي ادارو ته)
  •  د تادیاتو مراحل ( ټولو دولتي ادارو ته)
  •  د بودیجوي کال راپورونه ( ټولو دولتي ادارو ته)
  •  د ارزښت پاڼې ( ټولو دولتي ادارو ته)
  •  ملي شورا ته د پلټل شویو کلني مالي شاخصونو سپارل

د مالیې وزارت هېوادوالو او د کاروبار له پاره دا لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

  •    د سپورټ
  •    د کار جواز   
  •    د موټرو نمبر پلیټونه
  •    تذکره

داخلي خدمتونه

د مالیې وزارت په د ننه کې یو شمېر کورني خدمتونه هم ترسره کېږي چې یو له بل سره مرسته کوي. دغه خدمتونه مختلف اقسام لري او په لاندې ډول دي:

  •  د تهیه او تدارکاتو خدمتونه
  •  د ترانسپورټ خدمتونه
  •  د بودیجې جوړولو او د تادیاتو خدمتونه
  •  د استخدام خدمتونه
  •  د روزنو او  ظرفیت لوړولو خدمتونه

اصلي خدمتونه
د مالیې وزارت لاندې ټاکل شوي اصلي خدمتونه وړاندې کوي:

  • د تادیاتو پروسس کول
  • د تخصیصاتو پروسس کول
  • د بودیجې جوړول/ عوایدو جوړول

د تادیاتو پروسیس کول
د دې کار د ترسره کولو له پاره د مالیې وزارت د نورو دولتي ادارو په خدمتونو باندې تکیه کوي، لکه د ټولو وزارتونو له پاره د M16 فورمې غوښتل.
په دغه صورت کې د M16 فورمه ورکول کېږي او د چیک د غوښتنې فورمه ترلاسه کېږي.
مراحل: په دې پروسه کې باید دا لاندې ګامونه واخیستل شي:

  •   د پذیرش دفتر
  •   د کنټرول دفتر
  •   د M50 فورمې سپارل
  •   د چک د چاپ کولو دفتر
  •   د چک نه وروسته د کنټرول دفتر
  •   د چک توزیع او یا بانک ته استول
  •   د چک ترلاسه کول

ترسره کول: د دې خدمت په ترسره کولو کې یوه ټکي ته پام  په  کار دی چې هغه  د  تادیاتو فیصدي ٪ دی چې په دوه کاري ورځو باید ترسره شي
د تخصیص مراحل:
څرګندونه: په ټولو وزارتونو کې د تخصیص معلومول،
د دې کار د ترسره کولو له پاره د مالیې وزارت د نورو دولتي ادارو په خدمتونو باندې تکیه کوي، لکه د ټولو وزارتونو له پاره د بودیجې د غوښتلو د تخصیص چمتو کول. په دغه صورت کې د B17  فورمه ورکول کېږي او د تخصیص د پروسې له پاره د B17 فورمه  ترلاسه کېږي.
مراحل: ددې کار د ترسره کولو له پاره لاندې ګامونه اخیستل کېږي:

  •  د B4 فورمه ویشل
  •  د بودیجې غوښتل
  •  هر سکتور ته استول
  •  د هر سکتور څخه معلومول
  •  د بودیجې د کمیټې څخه معلومول
  •  د بودیجې د کمیټې منظوري
  •  د ملي شورا منظوري
  •  د ریاست جمهوري منظوري
  •  هر وزارت ته د B27 فورمې په واسطه د بودیجې ویشل
  •  د B27 فورمې په واسطه د هر وزارت څخه د بودیجې غوښتل
  •  د بودیجوي سکتور ارزونه
  •  د بودیجې ریاست له خوا منظوري
  •  د خزاینو ریاست ته استول
  •   وزارت ته د بودیجې ویشلږی

ترسره کول: په دغه خدمت کې یو کار دی چې په خپل وخت په یوه ورځ کې د تادیاتو پروسس ترسره کېږي.
پرمختګ: دغه خدمت اوسمهال د AFMIS ډټابیس په ملاتړ ترسره کېږي.
د بودیجې جوړول/ د عوایدو جوړول:
څرګندونه: د دې کار د ترسره کولو له پاره د مالیې وزارت د نورو دولتي ادارو په خدمتونو باندې تکیه کوي، لکه د عوایدو پروسس، د لوړو/ منځنیو او ټیټو مالیو دفترونه.  

په دغه صورت کې د  B4 فورمه ورکول کېږي او د تخصیص د پروسې له پاره د B4 فورمه ترلاسه کېږي.
مراحل: ددې کار د ترسره کولو له پاره لاندې ګامونه اخیستل کېږي:

  •  د مالیاتو د فورمې ویشل
  •  د ارزونې د فورمې ډکول
  •  د ارزښت معلومول
  •  بانک ته د پیسو ورکول
  •  د شرکت د ټولو اسنادو او څرګندونو ارزښت معلومول
  •  د مکتوبونو کاپي اخیستل
  •  د مالیې د ورکړې له پاره د پای مرحلې کاپي اخیستل

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .