د وزارت مقام د دفتر عمومي ریاست

د دفتر لوی ریاست د مالیې وزارت، د غوره او چټکو اجراآتو، اغېزمنو طرحه شویو پالیسیو په پلي کولو او ټاکل شویو موخو په تحقق کې د اړیکو د یوه پیاوړي واحد په توګه شمېرل کېږي، چې عمده دندې یې د کلنیو پلانونو او نورو پروګرامونو په چوکاټ کې د پلان شویو پالیسیو او فعالیتونو له پلي کولو منظم راپور اخیستل او څارنه، د اړوندو واحدونو د کړنو څرنګوالی تحلیلول او له کورنیو او بهرنیو ادارو سره د مؤثرو اړیکو ټینګښت دی. 

د ادارې ټولو کړنو د سرنوشت په ټاکلو کې د دفتر لوی ریاست د همدې اساسي رول په نظر کې نیولو سره، د مالیې وزارت مقام تر مستقیم هدایت لاندې د اسانتیا، چټکتیا او د اداري اجراآتو د اغېزمنتوب له نظره یو لړ اصلاحي تدابیر رامنځ ته کړل، چې دغه ګام د دفتر لوی ریاست د تشکیل او کاري پروسیجرونو په چوکاټ کې د لاندې نوښتونو په توګه تر سره شو.

لومړۍ: د کلیدي دندو د تحلیل پر بنسټ د دفتر لوی ریاست د تشکیلاتي جوړښت اصلاح؛

دویم: د برېښنایي او ډیجیټلي سیستم جوړښت او پراختیا، چې پلي کول یې اجراآت او کړنې ګړندۍ او رڼې کوې.

درېیم: له کورنیو او بهرنیو ادارو سره د روښانه تعریف شویو کاري اړیکو په اساس د کړنو له څرنګوالې څارنه او مؤثره همغږي.

څلورم: له شته وړتیا او سرچینو څخه په ګټه اخیستنه  د وړتیا لوړولو پروګرامونه تر لاس لاندي نیول؛

پنځم: د تقنیني سندونو چاپ او د اغېزمنو کاري مېکانیزمونو جوړول؛

شپږم: د دوه اړخیزه اقتصادي کمېسیونو او شورا ګانو د چارو مدیریت او یو غږي کول؛

د همغږۍ او څارنې ریاست

د همغږۍ او څارنې ریاست، د یوه خوځنده واحد په توګه، له کورنیو او بهرنیو ادارو سره د همغږۍ تامینولو دندې په لرلو سره، د ولسمشرۍ ماڼۍ مقام له لارښوونو راپور ورکول او څارنه د دولتي لوړپوړیو شوراګانو مصوبو بشپړ پلي کول او له نورو ادارو سره د دفتر لوی ریاست کاري اړیکې تنظیم او مدیریت کوي. 

د دې مسؤلیتونو ترڅنګ، تر اثر لاندې ادارو د اجراآتو له سالم او اغېزمن بهیره د ډاډ ترلاسه کول او د حکومت له لوري ملي او نړیوالو ته د مالیې وزارت لومړیتوب لرونکو کارونو او د طرحه شویو موخو د ژمنو ورکول هم د دې ریاست له دندو څخه دي، څو له شته تخنیکي وړتیاوو څخه په ګټه اخیستنه د اړوندو ادارو د کړنو پرمختګ او څرنګوالی وڅېړې، لیکلی راپور یې د دفتر لوی ریاست له لورې د مالیې وزارت مقام ته وړاندي کړي.

د اقتصاد عالي شورا د دارالانشای د چارو د همغږۍ ریاست

د اقتصاد عالي شورا د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ولسمشرۍ عالي مقام د ۲۰ ګڼې ۲۶-۱-۱۳۹۵ نېټې د فرمان له مخې تاسیس شوی ده چې د اقتصادي اصلاحاتو د طرحه کولو، د پالیسیو ټاکلو او پروګرامونو په اړه همغږي او پریکړې، همداشان د کورنیو او بهرنیو پانګه والو تنظیم او ملاتړ یې سترې دندې دي.

یاد ریاست، د اقتصاد عالي شورا سکرتریت پر غاړه لري چې د اجنډاء ترتیبول، د طرحو او راپورونو بررسي او تحلیل، دولتي ادارو او خصوصي سکټور ته د تخنیکي مشورو وړاندې کول، له دولتي ادارو او خصوصي سکټور سره لازمه همغږي، د مصوبو ترتیب او د اقتصاد عالي شورا د مصوبو تحقق او پیګري او یادې شورا ته راپور وړاندې کولو دندې پر غاړه لري.

د اقتصادي دوه اړخیزو کمېسیونونو ریاست

د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې د حکومت د هڅو په دوام، د پانګونې هڅولو او دوه اړخیزو همکاریو همداشان د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو لپاره له (ترکمنستان، چین، پاکستان، ایران، د روسې فدراسیون، قزاقستان، ازبکستان، عربستان سعودی، متحده عربي امارات، آذربایجان او ګرجستان) هېوادونو سره دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریز کمېسیونونه جوړ شوي دي چې په اقتصادي او پراختیایې مهمو برخو کې د یادو هېوادونو همکارۍ جلبوي. افغانستان د اقتصادي دوه اړخیزو کمېسیونونو په چوکاټ کې د دوه اړخیزو اړیکو نوی فصل پرانیستی دی. چې دوه اړخیزې همکارۍ د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، کلتوري اړیکې، لوړې زده کړې، روغتیا، بنسټیزې پروژې او اقتصادي سترو مسایلو په برخه کې د دواړو لوریو په خوښه دي.

د اقتصادي دوه اړخیزو کمېسیونونو ریاست په هېواد او بهر کې د اقتصادي او سوداګریزو ګډو کمېسیونونو د جوړیدو سکرتریت او همغږۍ، د وزارت د مقام هدایات، د اسانتیاوو جوړول، د اقتصادي او سوداګریزو ګډو کمېسیونونو په اړه د جلسو او لیدنو تنظیم او مدیریت، د پروتوکولونو د نهایې کولو په موخه د وزارتونو تر منځ د غونډو جوړول، د دوه اړخیزو کمېسیونونو د پرېکړو او فعالیتونو د پلي کېدو لپاره بنسټیز اقدامات او د اقتصادي کمېسیونونو د جوړیدو لپاره د پلانونو جوړولو او وړاندې کولو دندې پر غاړه لري.

د بهرنیو اړیکو ریاست

د بهرنیو اړیکو ریاست د دیپلوماتیکو چارو همغږي کول، د بهرنیو سفارتونو سره د اړیکو ټینګول، ورکشاپونو، سیمینارونو، غونډو، ناستو، بهرنیو او کورنیو کنفرانسونو ته د دې وزارت د کارکوونکو معرفي کول او همداشان روزنیز او تعلیمي کورسونو او بورسیو ته د مالیې وزارت د کارکوونکو لیږل یې له سترو مسؤلیتونو څخه دي.

د اسنادو او اړیکو ریاست

د اسنادو او اړیکو ریاست د اداري د مراسلاتو تنظیم، د مالیې وزارت د ورځنیو اسنادو او مکاتیبو صادرول او واردولو دندې پر غاړه لري او د شته سیسټمونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دې وزارت د مراسلاتي چارو د تنظیم مسؤلیت پر غاړه لري.

همداشان د اجرائیوي اسنادو ساتل او فایلینګ، د ارشیف چارو تنظیم، د اسنادو سکن کول او نورې اړوندې دندې هم د دې ریاست له دندو څخه دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .