په مالیاتو کې د نویو رامنځته شویو تخفیفونو او د مؤسسو د کاري پروسو په تړاو ناسته وشوه
د چنګاښ۲۵مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ او د دغه ریاست د یو شمېر مسئولینو په ګډون، د مؤسسو له استازو سره، د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري په مالیاتو کې د نویو رامنځته شویو تخفیفونو او همدارنګه په مالیاتي ادارو کې د مؤسسو د کاري پروسو په تړاو ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د عوایدو لوی رئیس وویل، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو له مخي د مالیاتي چارو د لا اغېزمن مدیریت لپاره د برېښنایي سیسټمونو پراختیا اړینه ده. نوموړي ټینګار وکړ، چې عصري او نښلول شوي برېښنایي سیسټمونه د مالیاتي چارو د چټکتیا، روڼتیا او اسانتیاوو په زیاتولو کې مهم رول لري او له مؤسسو څخه یې وغوښتل، چې د سیسټم جوړونې په برخه کې له مالیې وزارت سره همکاري وکړي.
د ناستې په اوږدو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) له لوري په مالیاتو کې د نویو رامنځته شویو تخفیفونو په تړاو معلوماتي پرزینټېشن هم وړاندې شو.
همدارنګه په مالیاتي ادارو کې د مؤسسو د کاري پروسو، د غیرانتفاعي بنسټونو د مالیاتي معافیت د تصدیق لیکونو صادرولو په کړنلاره کې د رامنځته شویو بدلونونو او د مؤسسو د شته ستونزو په اړه بحث وشو.
په پای کې د مؤسسو استازو له مالیې وزارت څخه د رامنځته شویو اسانتیاوو او همکاریو له امله مننه وکړه او همدارنګه د ګډونوالو ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول او ډاډ ورکړل شو، چې د اصولو له مخي به پر وخت رسېدنه ورته وشي.
