په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!
د لړم ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۱۱۴۷) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۹۴۰) کیلو ګرامه اچار، (۹۲۲۵) کیلو ګرامه خرما، (۷۷۵) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۲۶۶) کیلو ګرامه ګوړه، (۲۱۰۰) دانې چارجي قیلونونه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.
