د ظاهر شاهي سوداګریز مارکېټ جوړولو د داوطلبۍ پرانیستونکې ناسته وسوه!
د لړم ۱۱ مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست د کابل ښار لومړۍ ناحیې منډيي په سیمه کي د ظاهر شاهي سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژې د داوطلبۍ پرانیستونکې ناسته د دغه وزارت خیبرهال د کنفرانس په تالار کي د څو داوطلبو شرکتونو په حضور کي ترسره کړه.
په دې ناسته کي هغو شرکتونو، چي د هیواد په پرمختګ او اقتصادي وده کي د پانګوني غوښتونکي ول، ګډون کړی وو او پیشنهادي پلانونه ئې وړاندي کړل.
دغه مارکېټ به د (۲) ځمکتلونو په لرلو سره په (۸) پوړونو کي جوړ سي. د ملکیت ټول مساحت ئې (۲۰۱۷) متره مربع دئ، چي (۷۵) سلنه سیمه ئې د مارکېټ د جوړولو او (۲۵) سلنه ئې د زرغونې سیمي په توګه کارول کېږي. د دې پروژې په پلي کولو سره به نه یوازي پرمختک رامنځته کېږي؛ بلکي ډېرو هیوادوالو ته به کاري فرصتونه هم رامنځته سي.
د یادوني وړ ده، چي وړاندیز سوي طرحي، د تحلیل او ارزوني کمېټې له خوا له ارزوني وروسته د وروستۍ پرېکړي او د ګټونکي شرکت د اعلان په موخه د ریاست الوزراء اقتصادی معاونیت ته وړاندي کېږي.
