د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست په عوایدو کي زیاتوالی راغلی
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د کوچنیو مالیه ورکوونکيو ریاست د مسلکي او پر وخت کړنو، له فساد سره د مبارزې، کاري تقوا او مسلکي کادرونو د گمارلو په پایله کي د ۱۴۰۱ مالي کال له پیل څخه د لړم يا عقرب میاشتي تر نهه ويشتمي (۲۹) نېټې پوري يو میلیارد او (۵۸۹) میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي، سره له دې چي د افغانستان اسلامي امارت د کسبگرو او هټيوالو د تشویق په موخه د اصنافو مالیاتي نورم له (۱.۵) سلني څخه (۰.۵) سلنی ته راټیټ کړی دئ، خو بیا هم د تېر په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.
