د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت نهمه ناسته وشوه
د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ د عوایدو د تخنیکي مرستیال، د مستوفیتونو چارو مرستیال او د یو شمېر رئیسانو او آمرینو په ګډون د عوایدو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ هیئت نهمه ناسته د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.
په پیل کې د عوایدو لوی رئیس د مسئولیتونو پر وخت ترسره کولو باندې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې هر مسئول مکلف دی؛ څو خپلي دندې په پوره احساس، دقت او مسئولیت ترسره کړي، چې له کبله یې چاري پر ټاکلي وخت او احسنه توګه مخته ولاړي شي.
د ناستې په جریان کې د رهبرۍ هیئت د اتمي ناستي د پرېکړو د تطبیق راپور وړاندې شو. همدارنګه د روان مالي کال د تېرو پنځو میاشتو د عوایدو د تحلیل او پرمختګ راپور، د مهمو کړنو د ارزوني (KPI) راپور، د مالیې وزارت د مقام د شفاهي پرېکړو د تطبیق او اجراآتو راپور، د سړوخونو د مالیاتي معافیت د څرنګوالي موضوع، د پنځو شرکتونو او انفرادي اشخاصو د احصائیې د انتقال موضوع او د عوایدو لوی ریاست د مسلکي کمېټې د (۱۴۰۵/۴/۳۰) نېټې د څلورو پرېکړو په اړه د رهبري هیئت د وروستۍ پرېکړي او توافق نظر په ګډون پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د ناستي په پای کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړي او اړینې سپارښتني وشوې او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
