د ولایتي مستوفیتونو اړوند معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) کارکوونکو ته روزنیز پروګرام ترسره سو
د بشري سرچینو ریاست د روزني او ظرفیت لوړوني آمریت د مالیې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د ولایتي مستوفیتونو د آی ټي برخي کارکوونکو ته لس ورځنی انلاین روزنیز پروګرام د مالیې وزارت په خیبرهال کي ترسره کړ.
په دې مراسمو کي د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدشاه شاکر، د معلوماتی تکنالوژۍ عمومی رئیس بشیر احمد نوري او د اړوندو ادارو یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
لومړی ښاغلي شاکر ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چي دغه عملي پروګرام د ولایتي مستوفیتونو د معلوماتي ټکنالوژۍ کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه په لاره اچول سوی او له ګډونوالو یې وغوښتل چي له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي او د مسلکي کېدو په برخه کي کوټلي ګامونه پورته کړي.
ورپسې محترم بشیر احمد نوري د غونډي ګډونوالو ته په خطاب کي وویل، چې د دغه روزنیز پروګرام له پیلولو څخه یې موخه د مسلکي پوهي پیاوړتیا ده، ترڅو د نوي عصر او ټکنالوژۍ سره سم خپل کارکوونکي په مسلکي او تخصصي توګه وروزو او خپلي دندې په سمه او مسلکي توګه پرمخ یوسي او د هیوادوالو لپاره د خدمت مصدر وګرځي.
د یادوني وړ ده، چي په دغه رونیز پروګرام کي د نټ ورکینګ، وینډوز سرور، د وینډوز د نصبولو طریقه، پرینټر، سکنر او کاپير، د GPT او MBR پارټیشن، د پروګرام د نصبولو پر مهال د فایلونو بیک اپ او نور اساسي پروګرامونه د د ولایتی مستوفیتونو د آي ټي برخي کارکوونکو ته تدریس سول.