ننګرهار کي تر تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول سول

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې اړوند د ننګرهار ګمرک امنیتي مفرزې مسئولینو د ننګرهار ګمرک د ریاست د کارکوونکو په همکارۍ او همغږۍ (۵۰) ټنه بې کیفیته او تر وخته تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول.
د یادوني وړ ده چي یاد تر تاریخ تېر مواد او درمل د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت او واکمنېدو وروسته د ننګرهار ولایت په ښار او اړونده سیمو کي د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې لخوا په بېلابېلو وختونو کي کشف او نیول سوي وو؛ چي نن ورځ د مسئولینو په حضور کي وسوځول سول.