د تورغنډۍ په سرحدي ګمرک کي ګمرکي مسئولینو څلور تنه غله نیولي!

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۴:۷
.............


د غویي ۶مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې ځیرکو کارکوونکو د هرات ولایت تورغنډۍ په سرحدي ګمرک کي د سخي داد، چي په بډوک مشهور وو، عصمت الله، سلام او عبیدالله په نومونو څلور تنه غله ونیول.
 دغه غله داسي مهال نیول کېږي، چي غوښتل ئې د موټرونو په تمځای کي د لویو بار وړونکو موټرونو له ټانکیو څخه  تېل او نور تجاري توکي ولوټي، چي د یادي قطعې د مسئولینو له لوري لاس په لاس ونیول سول. نیول سوي کسان د نورو څېړنو په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل سوي دي.
 د یادوني وړ ده، چي له دې وړاندي هم د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې ځیرکو کارکوونکو د هرات ولایت په سرحدي ګمرک کي څلور تنه غله نیولي وو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۷
Background image

د کورنۍ پلټني لوی ریاست د څه کم دوه سوه ادارو پلټنه ترسره کړې ده!

د تلي ۲۸مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست، چي د ټاکل سویو اصولو له مخي، د دې وزارت د مالي، حسابي او اداري واحدونو د هرراز فعالیتونو د پلټني مسئولیت په غاړه لري، د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه!

د تلي ۲۴مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار کمېټه جوړه سوې. . .

BACK TO NEWS