د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو ۲۷ شکایتونه څېړلي دي
د لېندۍ ۲۷مه ١٤٠٤هـ.ل
د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د عقرب په میاشت کي د مالیه ورکوونکو له خوا (۲۹) شکایتونه ترلاسه کړي دي، چي له دې جملې څخه (۲۷) قضیې د قانون مطابق تر څېړني وروسته حل او فصل سوي دي.
د شریک سويو شکایتونو له جملې ئې (۴ )عریضې د شرکتونو، (۵) د جایدادونو او (۲۰) شکایتونه د کوچنیو تشبثاتو اړوند دي. پاتي نور شکایتونه لا هم د قانوني پروسې په پړاوونو کي دي، چي تر حل او فصل وروسته به ئې پایلي له مراجعینو سره شریکي سي.
د یادولو ده، چي د مالیه ورکوونکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنه او حلول د مالیې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي. یاد وزارت هڅه کوي، چي په دې برخه کي مالیه ورکوونکو ته غوره او مؤثر خدمات وړاندي او د هغوی ستونزي په چټکۍ سره حل کړي؛ ترڅو د مالیاتي سیسټم شفافیت او د مالیه ورکوونکو رضایت تضمین سي.
