د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست مشرتابه د صنایعو او کانونو خوني له غړو سره ولیدل
د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست مشرتابه د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ملا محمد ناصر "اخوند" په مشرۍ د افغانستان د صنایعو او کانونه خوني له مسوولینو او غړو سره د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي وکتل.
په دې لیدنه کي د افغانستان د صنایعو او کانونو خوني مسؤلینو د هيواد له صنعتکارانو او متشبثینو څخه د ملاتړ په برخه کي د مالیې وزارت د رهبرۍ له کړنو او هلو ځلو څخه قدرداني وکړ او د دوی په استازیتوب د صنايعو او کانونو خوني رئيس ښاغلي شیرباز "کمین زاده" او يو شمېر نورو غړو د يادي خوني د تېرو پنځو کلونو د عوايدو د څېړني په برخه کي خپلي غوښتني او وړانديزونه له مالیاتي ادارو سره شريک کړل.
د عوایدو او ګمرکونو معین وویل: موږ د تېر حکومت له شته ستونزو د حل اراده لرو او د هيواد د صنايعو وده او پراختيا زموږ له موخو څخه ده. وروسته یې د عوایدو عمومي ریاست مشرتابه ته سپارښتنه وکړه، چي د امکان په صورت کي د دوی ستونزو ته اساسي حل لارې ومومي.
ورپسې د عوايدو عمومي رئيس ښاغلي معراج محمد "معراج" وويل: شرکتونه بايد په خپلو اظهارلیکونو کي له دروغو او دوکې څخه کار وانخلي. څرنګه چي اکثره مالیه ورکوونکي له مالیاتي ادارو سره د خپلو مالیاتي چارو په اړه ناسم او نیمګړي معلومات شریکوي، نو د عوایدو عمومي ریاست اړه کېږي، چي له قانوني تعقیبي اقداماتو څخه کار واخلي.
د دې تر څنګ د عوايدو عمومي رياست د بررسۍ رئيس ښاغلي عصمت الله سليمي د ماليه ورکوونکو د مالياتي اسنادو په چارو کي د شفافيت او چټکتيا ډاډ ورکړ او زياته يې کړه: د بررسۍ په رياست کي مو د صنعتکارانو د مالیاتي چارو د څېړلو لپاره يوه ځانګړې کاري ډله جوړه کړې ده، چي له بشپړ کاري شفافیت سره د هیواد د صنعتکارانو او سوداګرو په خدمت کي ده.
د یادوني وړ ده چې یاده غونډه د صنایعو او کانونو خوني د غړو لخوا د خوښۍ او مننې په اظهار سره پای ته ورسېده..
