د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د تفاهم لیک پر مسوده بحث وسو
د لړم ۱۰ مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د غونډي له پاره د چمتووالي ناسته، د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر په مشرۍ د وزارتونو او امارتي ادارو د رئیسانو او باصلاحیته استازو په ګډون د مالیې وزارت د خیبر کنفرانسونو په تالار کي ترسره سوه.
په دې غونډه کي د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو او بین الوزارتي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه، د ګډ اقتصادي کمېسیون د پخوانیو هوکړو پر لاسته راوړنو او پلي کولو بیاکتنه وسوه او د دې کمیسیون د راتلونکي غونډي له پاره د تفاهم لیکونو د مسودې د نهایي کولو په اړه بحثو او خبري وسوې.
همدارنګه ګډونوالو د مالیې وزارت له لاري له ایراني لوري سره پر اړیني همغږۍ او تخنیکي بحثونو باندي ټینګار وکړ.
