د مالیې وزارت سرپرست په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر سره وکتل

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۵:۳۹
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن په خپل کاري دفتر کې په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر ګل بادشاه مجیدي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو په بېلابېلو موضوعاتو، لکه د ملي شورا له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال د منځنۍ برخې بودیجې د پړاوونو ترسره کولو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ژمنه وکړه، چې په دې حساس وضعیت او هېواد ته ور پېښ امنیتي ګواښ کې به د ارتباطي بنسټ په توګه هڅه وکړي څو د افغانستان پارلمان دې ته وهڅوي، چې څومره ژر کېدای شي د روان مالي کال د منځنۍ برخې بودیجه په خپل لومړیتوب کې ونیسي او ژر تر ژره یې تصویب کړي، ترڅو د مالي چارو اجراآ کولو په مخ کې هیڅ راز ستونزه پېښه نه شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۵
Background image

په امارتي ادارو کي د ګمرکونو او عوایدو معینیت ۵۰ تنو کارکوونکو ته د کارېدونکي مدیریت روزنیز پروګرام جوړ کړ

د وري ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست؛ د عوایدو او ګمرکونو معینیت (۵۰) تنو کارکوونکو ته په امارتي ادارو کي د کارېدونکي مدیریت په تړاو روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

په امارتي ادارو کي د ګمرکونو او عوایدو معینیت ۵۰ تنو کارکوونکو ته د کارېدونکي مدیریت روزنیز پروګرام ترسره سو


د وري ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست؛ د عوایدو او ګمرکونو معینیت (۵۰) تنو کارکوونکو ته په امارتي ادارو کي د کارېدونکي مدیریت په تړاو روزنیز پروګرام ترسره کړ.
په دې. . .

BACK TO NEWS