په امارتي ادارو کي د ګمرکونو او عوایدو معینیت ۵۰ تنو کارکوونکو ته د کارېدونکي مدیریت روزنیز پروګرام جوړ کړ

syllab_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۵
...........

د وري ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست؛ د عوایدو او ګمرکونو معینیت (۵۰) تنو کارکوونکو ته په امارتي ادارو کي د کارېدونکي مدیریت په تړاو روزنیز پروګرام جوړ کړ.
په دې تړاو ناسته، چي د دې وزارت د اداري معینیت د غونډو په سالون کي ترسره سوې وه، د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ملا عبدالهادي ابرار، د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړوني آمر مفتي عبدالوهاب عابد او د دعوت او ارشاد ریاست استازي مولوي وصیف احمد احمدي ګډون کړی وو. 
ښاغلي عابد وویل، چي دا پروګرام د ادارو د اړتیا وړاندي کولو پر اساس ترسره سوی. له دې روزنیز پرګرام سره به ستاسو مسلکي مهارتونه وده وکړي او تاسو کولای سئ په ښه توګه خپلي در سپارل سوي دندي مخته یوسئ.
د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال وویل، چي تاسو له چمتو سویو امکاناتو او فرصتونو ښه ګټه پورته کړئ او د مسلکي مهارتونو په تر لاسه کولو سره صادقانه او مخلصانه خدمتونه وړاندي کړئ.
د دعوت او ارشاد ریاست استازي وویل، چي تاسو ته فرصت او امتیاز درکړ سوی دئ؛ ترڅو په امارتي ادارو کي د کار کولو ترڅنګ خپلو مسلکي مهارتونو ته هم وده ورکړئ، له همدې کبله له روزنیزو پرګرامونو څخه په ګټه اخیستني سره خپل مسلکي مهارتونو ته وده ورکړئ او شته نواقص اصلاح کړئ.
د یادوني وړ ده، چي دا روزنیز پرګرام به (۱۰) ورځي دوام وکړي، چي پلان جوړونه، راپور او مکتوب لیکنه، استعلام او وړاندیز لیکنه، خبري او اړیکي، د بشري سرچینو مدیریت، ستراتيژیک مدیریت او نور اړین او اړوند موضوعات به ګډونوالو ته پکښې تشرېح او تدریس سي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۳۷
Background image

د مالیاتي شخړو د حل بورډ د پروسږ کال په څلورمه ربعه کې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیاتي شخړو د حل بورډ د (۱۴۰۴) هـ.ل کال په څلورمه ربعه کې څه باندې (۲۷) قضیو ته رسېدنه کړې ده، چې ډېری معترضو مالیه ورکوونکو د بورډ پر پرېکړو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۰
Background image

د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه (۷۰) تنه قوماندانان فارغ شول

د چنګاښ ۶مه۱۴۰۵ هـ.ل

د ماليې وزارت د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفيذي قطعې له تعليمي ټولۍ څخه د مرکزي او ولايتي امنيتي مفروزو او ګرځنده څارنې (۷۰) تنه قوماندانان له (۱۰) ورځني روزنيز. . .

BACK TO NEWS