مالیې وزارت د افغان کډوالو د داوطلبانه راتګ په موخه د سعودي عربستان سفارت او د پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ دفتر سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

admin_mof
شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۰ - ۱۵:۱۱
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د غبرګولي میاشتې په ۱۰ مه نېټه د افغان کډوالو د داوطلبانه راتګ په موخه د همکارۍ هوکړه لیک په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر ښاغلي جاسم محمد الخالدي او په افغانستان کې د پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ دفتر رئیسې اغلې کرولاین وین بیورن سره لاسلیک کړ.

په ټوله کې د دې هوکړه ارزښت ۳۰ میلیونه امریکایې ډالر دی چې په څو پړاوونو کې به پلي شي، نن ورځ د یاد هوکړه لیک لومړی فاز د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو چې د ۲۰۲۱ کال تر پای پورې به پلي شي. د دې هوکړه لیک لومړی پړاو په ۱۲ ولایتونو کې د ۷ روغتیایې مرکزونو او کلنیکونو جوړول، په ۸ ولایتونو کې د ۱۳ ښوونځیو جوړول او په بېلابیلو ولایتونو کې د ۱۱ کوچنیو او متوسطو زیربنایې پروژو پلي کول دي.

یادې پروژې د پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ له لوري پلي کیږي چې د ملي بودیجې څخه بهر د سعودي عربستان پراختیایې صندوق له لوري تمویلیږي.

یادې پروژې د روغتیایې وضعیت ښه کیدو، پوهنې او روزنې او د هغو افغان ګډوالو لپاره چې بیرته وطن ته راستنیږي په زیربنایې چارو کې به مرسته وکړي. نور فازونه یې چې ۲۰ میلیونه ډالر کیږي د لومړي فاز په ختمیدو سره به په راتلوونکو پړاوونو کې پلي شي.

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، چې د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفیر او په افغانستان کې د پناغوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ دفتر له رئیس سره په همدې موخه ناسته درلوده، د افغان کډوالو بېرته راستنېدو او له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د سعودي عربستان شاهي هیواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د افغانستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو غوښتونکی دی او هڅه کوي، چې د هغوی لپاره اړینه زېربنا برابره کړي. همدا شان د مالیې وزارت سرپرست، د پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ څخه وغوښتل، چې لګښتونه دې په رڼه توګه او اغېزمن ترسره کړي.

په افغانستان کې د پناغوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د دفتر رئیس وویل، چې دوی هڅه کوي دغه لګښتونه په رڼه او اغېزمنه توګه ولګوي او د اړوندو چارو او کړنو راپور د افغانستان او سعودي عربستان حکومتونو ته وړاندې کړي.

خبر

د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر وویل، چې افغانستان زموږ ملګری هیواد دی او موږ خوښ یو چې له دې هیواد سره مرسته کوو. نوموړي زیاته کړه، چې موږ د یوه با ثباته افغانستان غوښتونکي یو او له افغانستان سره زموږ مرستې له څو اړخونو روانې دي او زموږ د نن ورځې مرسته افغانستان ته د افغان کډوالو د با عزته راستنېدو لپاره ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS