د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
...........

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی روزنیز پروګرام د بلخ ولایت په مستوفیت کي پیل سو.
په دغه روزنیز پروګرام کي به مالیاتي قوانین، اړوند طرزالعملونه او د سيګټاس سیسټم اړین موضوعات د مجربو ښوونکو له لوري په عملي او نظري ډول تدریس سي.
همداارز د یادي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د کندوز ولایت د ګمرک (۳۳) تنو کارکوونکو ته د همدې ولایت په ګمرک کي یو میاشتنی روزنیز پروګرام پیل سو، چي په ترڅ کي به ئې د ګمرکونو قانون او ګمرکي کړنلاري د مجربو ښوونکو له لوري په عملي او نظري ډول تدریس او تشرېح سي.
د یادوني ده، چي د دغه پروګرامونو په ترسره کولو سره به په اړوندو برخو کي د کارکوونکو وړتیاوي لوړي او کاري پروسو کي به د پام وړ روڼتيا او پرمختګونه رامنځته سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

د چنګاښ په میاشت کې د تر سره شویو ګمرکي چارو تخنیکي ارزونه وشوه

د زمري۲۱مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن په مشرۍ او د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او اړوندو مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۰۵) هـ.ل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د امارتي املاکو عمومي رئیس هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د زمري۱۷مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو عمومي رئیس، الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني، د یوه مسلکي پلاوي په ملتیا هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ.
د یاد سفر په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS