د کورنۍ پلټني لوی رئیس او ورسره مل پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۹ - ۱۶:۰
خبر

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس ښاغلي انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ د دې ریاست یو پلاوي د چارو د کتني او ارزوني په موخه د کونړ او نورستان ولایتونو له مستوفیتونو، د کونړ ولایت ګمرک او همدارنګه د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ نواپاس پخواني سرحدي چک پوسټ څخه چي اوسمهال د سرحدي پولیسو په واک کي ده، لیدنه وکړه او د نوموړو ولایتونو له مستوفیانو، ګمرک مدیر او همداراز د دغو ادارو له کارکوونکو سره په جلا غونډو کي ولیدل.

د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یادو ادارو له مسئولینو او کارکوونکو سره په لیدنو کي د چارو پر روڼتیا، تعهد، تخصص او همدارنګه د پلټني د ارزښت او اهمیت په اړه خبري وکړې، نوموړي د دغو ادارو له کارکوونکو څخه وغوښتل چي د عوایدو په راټولولو کي زیار وباسي؛ ترڅو هيواد د ځان بسایني پر لور حرکت وکړي. د کورنۍ پلټني لوی رئیس زیاته کړه، زموږ د هيواد دښمنان هڅه کوي چي افغانستان له اقتصادي پلوه وځپي؛ خو که چیرې موږ او تاسي په ریښتني توګه کوښښ او کار وکړو؛ نو د څښتن تعالی په مرسته به زموږ دښمنان په دغه ډګر کي هم له ماتي سره مخ سي. 

ښاغلي خالد او مل پلاوي یې د تېرو پلټنو په لړ کي د پلټونکو له لوري د ورکړل سوو سپارښتنو د تطبیق پوښتنه وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل چي د چارو د سمون په موخه د پلټني سپارښتني په خپله ټاکلې موده کي تطبیق او راپور یې له مرکز سره شریک کړي.

خبر

همداسي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د دغو ادارو د کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې او د حل په موخه یې لازمي لارښووني او مشورې ورسره شریکي کړې. پلاوي همدارنګه ژمنه وکړه، چي د یادو ادارو هغه ستونزي، چي د مالیې وزارت مشرتابه یې باید په اړه پریکړه وکړي، د وزارت له مقام سره ډیر ژر شریکي کړي. 

خبر

د یادونې وړ ده، چي د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د جلا غونډو په ترڅ کي د کنړ له والي ښاغلي مولوي ‌ٰطه او نورستان والي ښاغلي الحاج محمد آغا سره هم ولیدل. د کورنۍ پلټني لوی رئیس له دوی څخه وغوښتل چي د مالیې وزارت له اړونده ولایتي ادارو سره د عوایدو په راټولولو کي د تیر په څیر همکاري وکړي، چي د ښاغلو والیانو له لوري ورته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړل سو

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

د لړم ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۰:۳۹
Background image

د ظاهر شاهي سوداګریز مارکېټ جوړولو د داوطلبۍ پرانیستونکې ناسته وسوه!


د لړم ۱۱ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست د کابل ښار لومړۍ ناحیې منډيي په سیمه کي د ظاهر شاهي سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژې د داوطلبۍ پرانیستونکې ناسته د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د تفاهم لیک پر مسوده بحث وسو

د لړم ۱۰ مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمېسیون د غونډي له پاره د چمتووالي ناسته، د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان. . .

BACK TO NEWS