د هلمند ولایت اړتیاو ته به امکاناتو او نافذه قوانینو ته په کتو سره رسیدنه وشي
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لړم میاشتې په ۱۹ مه نېټه د هلمند والي ښاغلي محمد یاسین سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د هلمند ولایت د سیمه ایزو ادارو رئیسانو هم شتون درلود، د هلمند والي وویل چې د جلالتمآب ولسمشر د حکم له مخې هلمند ولایت له دوېمې درجې ولایت څخه لومړۍ درجې ولایت ته ارتقاء کړې او غوښتنه یې وکړه چې د راتلوونکي مالي کال د ملي بودیجې په سند کې د همدې له مخې ورته بودیجه په نظر کې ونیول شي.
همداشان دواړو لوریو د هلمند ولایت د راتلونکي مالي کال په بودیجې، د یاد ولایت په پراختیایې پلان او ماسټر پلان، د هلمند ولایت د مستوفیت له لوري د ملي عوایدو په راټولیدو، د دیجیتلي تلو په نصبولو، د سړکونو د خرابیدو څخه د مخنیوي په موخه د اضافه بار په مخنیوي، د یاد ولایت ۵۰ بستریز روغتون لپاره د بودیجې په ځانګړې کولو، د پوهنې برخې کارکوونکو په تشکیل او د معاشونو په ورکړې، روڼتیا او چټکتیا ته په کتو سره د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په موخه د هلمند ولایت په ځینو ولسوالیو کې د بانکونو د څانګو په پرانیستې، ځوانانو لپاره د ورزشي اسټډیوم او کتابتون په جوړیدو، د برښنا ستونزو په حلولو او د بیې په راټیټولو، د ناوې – ګرمسیر او ناوې – خانشین د سړکونو په رغولو، د لښکرګاه او ګرشک پل په جوړیدو، د سیلانونو تخریب څخه د مخنیوي په موخه د استنادي دیوالونو په نصبولو، د کرنې د ودې په ځانګړې توګه د زعفرانو د کښت لپاره د سړخونو جوړیدو او د کانالونونو د پاکوالي لپاره د بودیجې په تخصیص او یو شمېر نورو اړندو مسایلو باندې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د هلمند ولایت اړتیاوو او لومړیتوبونو ته شته امکاناتو او نافذه قوانینو ته په کتو سره به رسیدنه وشي نوموړي زیاته کړه چې د هلمند ولایت لومړیتوبونو ته به ارجعیت ورکړل شي.
د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ موږ هڅه کو چې د هلمند ولایت ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات تر سره شي او یواځې خیالي وعدو باندې به بسنه ونه کړو.
