د نیمروز او تورخم ګمرکونو کارکوونکو بېلابېل قاچاقي توکي نیولي دي
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارني او تورخم ګمرک د دروازو مدیریت کارکوونکو د بېلابېلو توکو د قاچاق مخنیوی وکړ.
په نیول سوو توکو کي (۳۷) کیلو ګرامه قیمتي ډبري او (۲۸۳) کیلو ګرامه د انسان د سر ویښتان شامل دي، چي غوښتل ئې په قاچاقي ډول ئې پاکستان هیواد ته ولېږدوي.
همدارنګه د یادو ګمرکونو کارکوونکو (۱۲۰) پارسله نخود، (۹۴) پارسله تمباکو، (۲۲۸) کارټنه شیدي او (۳۸) کارټنه انساني طبي درمل، چي غوښتل ئې افغانستان ته ئې په پټو لارو وارد کړي هم نیولي دي.
یاد توکي د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي او تورن کسان به ئې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل سي.
