د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي نوبتي ناسته وسوه!
د لړم ۷مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ او د دفتر لوی رئیس، د دعوت او ارشاد رئیس، د کارکوونکو چارو رئیس او د دعوت او ارشاد مدرس په ګډون د دغه وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د پلاوي نوبتي ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دغه ناسته کي د تېر مجلس د پرېکړو پر تطبیق د بحث سربېره د امربالمعروف او نهي عن المنکر د قانون د تطبیق په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظ الله تعالی) د حکم، د سوداګرو، کسبګرو او کروندګرو په وړاندي د محتسب د مسؤلیت، د کارکوونکو د سیرت، صورت او له مراجعینو سره د نېک چلند او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په تړاو هر اړخیز بحث او لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني ده، چي د مالیې وزارت اداري معینیت په مشرۍ د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي دغه ناستي د چارو د لا مثبت اغېز او بدلون په موخه ترسره کېږي، چي دغه لړۍ به په راتلونکي کي هم دوام ومومي.
