د منځنۍ اسیا له لاري اروپا ته د افغانستان صادرات پیل سول
د ا.ا.ا له واکمنېدو وروسته په لومړي ځل د منځنۍ اسیا له لاري اروپایي هیوادونو ته د افغانستان د صادراتي توکو لیږد پیل سو.
په دې اړه په جوړو سو مراسمو کي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جلال، د کابل ګمرک رئیس مولوي ثناءالله نوید، د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال خان جان الکوزي، یو شمېر سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.
په پیل کي د کابل ګمرک رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل:" د خوښۍ ځای دی چي د ا.ا.ا امارت له واکمنېدو وروسته د افغانستان د صادراتي توکو لومړنۍ محموله اروپایي هیوادونو ته صادریږي." نوموړي زیاته کړه چي په دې محموله کي د شاوخوا ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۲۰ ټنه وچه میوه او زعفران نن د کابل له ګمرک څخه حرکت کوي او د منځنۍ اسیا له لاري به جرمني، هالنډ، بلژیم، اتریش او داسي نورو اروپایي هیوادونو ته ورسیږي.
د سوداګرۍ او پانګونکي خوني مرستیال په خپلو خبرو کي له سوداګرو څخه د ا.ا.ا رهبرۍ له هراړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه او اروپایي هیوادونو ته یې د افغانستان د وچو میوو او زعفرانو صادرول ستر ګام وباله.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یادو صادراتو پر ارزښت خبري وکړې او دا کار ئې سوداګرۍ ته د ودې لپاره مهم ګام یاد کړ.
د یادوني وړ ده چي یادي محمولې نن د کابل ګمرک څخه حرکت وکړ، چي د یوې میاشتي په موده کي به د منځنۍ اسیا له لاري اروپا ته ورسیږي.
