د مالیې وزارت ورودي کچې لپاره په شرایطو د برابرو کسانو د نوملړ په تړاو د دې وزارت اعلامیه
د مالیې وزارت تشو بستونو ورودي کچې (۵ او ۶ بستونو ) متقاضیانو ته خبر ورکول کېږي، چې د دې بستونو لپاره په شرایطو د برابرو کسانو نوملړ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په ویب سایټ کې خپور شوی دی.
ازموینې لپاره په شرایطو برابر نوماندان د ټیلیفون له لارې (SMS) هم ترلاسه کوي.
په ازموینه کې د ګډون کارت ترلاسه کولو لپاره دې د سې شنبې (تلې ۸) او چهارشنبې (تلې ۹) د اسان خدمت په ودانۍ کې د مرکزي ثبت او فکري مالکیت ریاست ته مراجعه وکړي.
پته: حضوري چمن، کابل نندارې، کرکټ بورډ تر شا
د بایو متریک اطلاعاتو ثبت لپاره د پنجشنبې په ورځ (تلې ۱۰)، د تابعیت تذکرې له اصل سره، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ته مراجعه وکړئ.
پته: د سیلو افشارو سړک، د افغان ـ کوریا روزنیز مرکز ځنګ ته
هغه غوښتوونکي چې د شارت لیست پروسې څخه شکایت لري، کولای شي د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو ( تلې ۸ او ۹) د مرکزي ثبت او فکري مالکیت ریاست (کارت وېش ځای) کې خپل شکایت ثبت کړي.
ازموینه د جمعې په ورځ (تلې ۱۱) ترسره کېږي.
د ازموینې اخیستو ځایونه د شمولیت په کارتونو کې لیکل شوي دي.
یاد دښت: هغه شمېر غوښتوونکو چې هممهاله یې د نورو وزارتونو او ادارو په ۵ او ۶ او د مالیې وزارت په ۵ او ۶ بستونو کې غوښتنلیکونه وړاندې کړي، غوښتنلیکونه یې د مالیې وزارت په بستونو کې نه دي منل شوي.
