د مالیې نوماند وزیر او سرپرست د ټرانسپورټ له سرپرست وزیر سره د ټرانسپورټي پروژو د ستونزو په حل خبرې وکړې
د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د غویي میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ټرانسپورټ وزارت له سرپرست ښاغلي محمد یما شمس، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د اسیا پراختیایي بانک له لوري د ټرانسپورټ وزارت د پروژو په ملاتړ او پلي کولو، د ځمکو د استملاک په برخو کې د پلي کېدونکو پروژو په ستونزو، له اړوندو ادارو، د تدارکاتو له ملي ادارې او اسیا پراختیایي بانک سره د پروژو د ستونزو په هوارولو او په ټوله کې د ټرانسپورټ په برخه کې د پروژو د ستونزو په حلولو بحث او خبرې وکړې.
د مالیې نوماند وزیر او سرپرست وویل، چې د سړکونو پروژې پلي کول ځانګړی اهمیت لري، پروژې دي یوه یوه ولیدل شي او ستونزې دې رابرسېره شي. نوموړي زیاته کړه د پروژو د ستونزو حلولو په موخه دي د مالیې او ټرانسپورټ وزارتونو او اسیا پراختیایي بانک ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشي او هغه قراردادیان چې له قرارداد سره سمې پروژې نه پلي کوي له ملاحظې پرته دي قانون پرې پلی شي.
د یادونې وړده، چې د اسیا پراختیایي بانک د ټرانسپورټ په برخه کې ۱.۱۵ میلیارده ډالره ژمنه کړي، چې هر کال د مختلفو پروژو پلي کولو ته ورکول کېږي.
