د تکافل قانون د مسودې په تړاو د پوهاوي او مشورتي سیمینار جوړ شو
د مالیې وزارت اداري معینیت سرپرست ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ نن د چنګاښ میاشتې په ۵ مه نېټه د تکافل قانون مسودې په تړاو د پوهاوي او مشورتي سیمینار، چې د عدلیې وزارت، د بیمې مجوزو شرکتونو او د مالیې وزارت بېمې چارو لوی ریاست مسؤلینو هم ګډن کړی وو جوړشو.
د مالیې وزارت اداري معینیت سرپرست د سیمینار په پرانیستې وینا کې وویل:" تکافل په اسلامي هیوادونو لکه، متحده عربي اماراتو، اندونیزیا، مالیزیا، قطر، سعودي عربستان کې د پام وړ وده کړې ده. په هیواد کې د تکافل چوکاټ جوړول کولی شي، د خلکو او خصوصي سکټور چې په هیواد کې د اسلامي بیمې غوښتونکي دي اړتیاوې یې ور پوره کړي او د بېمې په سکټور کې ګټور ثابت شي."
نوموړي زیاته کړه:" د تکافل حقوقي چوکاټ او قوانین جوړول د مالیې وزارت له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. له نېکمرغه د اسلامي پراختیا بانک د دې پروژې مالي ملاتړ کوي، چې د قانون چوکاټ جوړولو چارې یې د (CS Financial) خدماتي شرکت له لوري تر سره کېږي."
همدا شان په دې سیمینار کې د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه او پوښتنې واورېدل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د تکافل قانون او مقررې، لارښودونه او د هغه نور حقوقي سندونه به د مالیې وزارت بېمې چارو له لوی ریاست، د عدلیې محترم وزارت او نورو دخیلو اړخونونو سره په همغږۍ او مشاورت د اتو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
