د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو د جلبولو په موخه، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او ملګرو ملتونو سازمان ګډ خبري کنفرانس

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۸:۲۰
خبر

د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو د جلبولو په موخه، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او ملګرو ملتونو سازمان ګډ خبري کنفرانس، د حکومت رسنیو په مرکز (GMC) کې ترسره شو. په دغه کنفرانس کې د مالیې وزارت سرپرست، محمد خالد پاینده، د کرنې وزارت سرپرست، داکتر انور الحق احدي، د عامې روغتیا وزارت سرپرست، وحید مجروح، د کلیو د پراختیا وزارت سرپرست، حیات الله حیات، له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزیر، غلام بهاوالدین جیلاني او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال، رامز الاکبروف ګډون درلود.

د دغې ناستې موخه د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو جلبول وو، ځکه؛ د افغان دولت د راپورونو له مخې دغه هېواد اوس مهال د جګړې او وچکالۍ له ناخوالو سره مخ دی. راپورونه ښايي، چې په ۲۰۲۱ کال کې ۱۸،۴ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړ دي او ممکن له ۵ کلو کم عمره ماشومانو نیمایي برخه له شدیدې سؤ تغذي سره مخ شي او په ۲۰۲۱ کال به د هېواد یو په درې برخه نفوس به د اوبو له کمښت او د خوړو له نه خونديتوب سره مخ شي. د ملګرو ملتونو سازمان د تخمین له مخې، افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې ۱.۳ ملیارډه امریکايي ډالرو په ارزښت بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. تر اوسه پورې یوازې د دغې اړتیا ۲۶ سلنه بودیجه د افغانستان د بشردوستانه مرستو لپاره تامین شوي دي او یاد صندوق د ۹۵۳ میلیونه امریکايي ډالرو له کمښت سره مخ دی. نن کنفرانس په همدې موخه ترسره شو، تر څو د پام وړ پایلې ترلاسه کړو.

ښاغلي رامز الاکبروف په دغه خبري کنفرانس کې د مننې تر څنګ، د وزیرانو په شتون کې وویل، څلوېښت کاله کېږي، چې افغانستان د جګړې، طبیعي پېښو، بېځایه شویو، فقر او په دې وروستیو کې د کوید۱۹ ناروغۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د هغې سروې له مخې چې د کال په پيل کې ترسره شوه، تقریبأ د ۵ کال کم عمر نیمايي ماشومان له شدیدې سوی تغذۍ سره مخ دي او په ورستیو کلونو کې دا دوهم ځل دی، چې افغانستان له وچکالي سره مخ کېږي. افغانستان له اقلیمي بدلونونو زیانمن دی او دغه چاره د افغانستان د زراعت په کورنۍ اغېزمن او ورانوونکی دی. پر دې بنسټ د بشردوستانه مرستو په موخه د ټولو نړیوالو بنسټونو شتون یو اړین مسولیت ګڼل کېږي. موږ د تمویل کوونکو د مرستو په واسطه وکولای شول یوازې ۳.۷ میلیونه کسانو سره د کال په لومړۍ ربعه کې مرستو وکړو، په داسې حال کې چې د هغو اړتیاوې ډېرې وې.

موږ د کال په پیل کې بشري بحران ته د رسېدو په موخه د ۱.۳ میلیارده ډالرو غوښتونکي وو. تمویل کوونکو سږکال ۴۵۰ میلیونه ډالر مرسته کړې، چې نیمایي یې د ملګرو ملتونو لخوا شوې ده. دغه شوې مرستې یوازې دېرش سلنه اړتیاوې پوره کوي، په داسې حال کې، چې اړتیا وې تر دې ډېرې دي. پر دې اساس که مرستې ډېرې نشي، قحطي ډېرېږي او د ۷ سوه زرو په شاوخوا کې کسان له هغو مرستو پاتې کېږي، چې زموږ همکاران یې چمتو کوي او نیم‌میلیونه کسان به د څښکلو له اوبو بې برخې شي. په دې بنسټ موږ د نړیوالې ټولنې لا زیاتو مرستو ته اړتیا لرو. 

د ناستې په اوږدو کې، د مالیې وزارت سرپرست، محمد خالد پایند وویل، چې د وچکالۍ ځپلو شمېر شاوخوا ۱۲ میلیونو کسانو ته رسېږي، چې د هېواد یو پر درېمه برخه او کابل درې برابره نفوس جوړوي. د دغې ناخوالې(وچکالۍ) زیان لېدونکي بزګران او کورنۍ یې دي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره کافي خواړه هم نلري، په دې برخه کې موږ د بهرنیو مرستو ته اړتیا لرو. موږ د دې ناخوالې(وچکالۍ) د جبران لپاره ډېر کم وخت لرو. که چېرې اوس اقدام وشي، موږ کولای شو، د بزګرانو او زیانمنو ته په اړوندو برخو کې اغېزمن اقدام وکړو. افغان دولت د بشردوستانه هڅو د پیاوړتیا په موخه خپل څلور ملي لومړیتوب لرونکي، بریالي او لوی پروګرامونه (روغتیايي پروګرام، پوهنیز پروګرام، د اوبو پروګرام او ټولینزې پراختیا پروګرام) بسیج او تمویلوي

خبر

هغه سیمې چې له وچکالۍ سره مخ دي له وړاندې د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې دي او د کرنې او د بزګرانو د دامونو د ویشلو توسعوي پلان هم موجود دی، تر څو هغوی وکولای شي، خپلو کرنیزو چارو، ځمکو او کورنو ته وګرځي.

افغان حکومت اړمنو ته د بشردوستانه مرستو ترڅنګ، ځان ملزوم ګني چې مهمو پراختیایي مسایلو او د طبیعي بحرانونو لپاره دایمي حللارې وګوري. افغان حکومت د لومړیتوب لرونکو ملي برنامو، د لنډ مهال فوري دندو تامین (د ولسي تړون ملي پروګرام)، د روغتیايي او تعلیمي خدمات وړاندې کول( د روغتیا او بشري منابعو لومړیتوب لرونکي ملي پروګرامونه)، د طبیعي افاتو د مهار، کمېدو او ټولنیزې پیاوړتیا په موخه د بنسټیزو زیربناوو جوړول (د اوبو او شرچینو د مدیریت پروګرام) ترسره کوي. په همدې موخه د بشردوستانه مرستو د صندوق تر څنګ، افغان حکومت د پراختیايي مرستو او یادو شویو پروګرامونو د تطبیق په موخه د ۲۰۰ تر ۲۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو د مرستو غوښتنه اعلان کړه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۴۷
Background image

د املاکو لوی ریاست پلاوي د املاکو د اوسني وضعیت د ارزوني په موخه څو ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د امارتي املاکو لوی ریاست څخه یو ګډ تخنیکي او مسلکي پلاوی، چي مشري ئې د ولایتي املاکو رئیس قاري نعمت الله صادق کوله د امارتي املاکو اوسني وضعیت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۴:۲۶
Background image

د کوچنیو مالیه ورکوونکو او بررسۍ ریاست کارکوونکو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!


د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عواید ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم، د کوچنیو مالیه ورکوونکو او بررسۍ ریاست کارکوونکو ته جوړ سوی روزنیز پروګرام د تصدیق پاڼو په وېش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۱۶
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معین د هیواد شمالي ولایتونو ته سفر وکړ!


د چنګاښ ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید د یو پلاوي په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی رئیس او یو شمېر نورو مسؤلینو ئې ملتیا کوله، د هیواد شمالي. . .

BACK TO NEWS