خلکو سره د حکومت مشورتي غونډې

له خلکو سره د حکومت مشورتي غونډې، خلکو سره د اړیکې جوړولو یوه تګلاره ده چې له دې لارې د حکومت د کړنو په هکله د خلکو نظریات ترلاسه کېږي. د خلکو د ستونزو او اړتیاؤو په اړه د معلوماتو راټولول په مستقیمه توګه د هغوی د استازو له لارې چې د مختلفو ډلو څخه جوړ دي، خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د رغنده وړاندیزونو ترلاسه کول او د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن د له منځه وړلو په موخه د خلکو او حکومت ترمنځ د یوې ښې اړیکې جوړول د دغو غونډو له موخو څخه شمېرل کېږي.

خلکو سره د حکومت مشورتي غونډې یوه پرانیسته، آزاده او ډیموکراټیکه پروسه ده چې حکومت له دې لارې کولای شي ترڅو خلکو سره په مشوره کې پرېکړه وکړي او د دولت مالي منابع پراختیایي برخو باندې مصرف کړي ترڅو ترټولو ښه اغیزمنتوب لاسته راوړي.

حکومت هڅه کوي ترڅو د ځینو ابزارونو څخه په استفادې د خلکو اړتیاوې راټول او د مناسبو پالیسي ګانو د طرحې له لارې د خلکو اړتیاؤو ته رسېدنه وکړي. مګر، تجربو ښودلي چې د اکثرو پالیسي ګانو، پروژو او پراختیایي پروګرامونو طرحه د ارقامو او معلوماتو پربنسټ چې له مختلفو منابعو څخه لاسته راځي، سل په سلو کې د خلکو اړتیاوې نه منعکسوي او د هغو کارپوهانو د نظریاتو څخه چې په مرکز کې دي اغیزمن شوي دي.

له دې امله، د مالیې وزارت پرېکړه کړی ترڅو په ولایتونو کې د مشورتي غونډو په داېرولو سره له خلکو څخه مستقیم معلومات ترلاسه کړي ترڅو د خلکو اړتیاوې په مستقیم ډول راټول او په ملي بودیجه کې انعکاس ورکړي.

د مالیې وزارت له اړوندو اورګانونو سره د مشورې څخه وروسته په لسو ولایتونو (کابل، بلخ، هرات، کندهار ، ننګرهار، پروان، بدخشان او هلمند) کې د مشورتي غونډو د جوړولو لپاره پرېکړه وکړه. د مشورتي غونډو لپاره د ګډونوالو غوره کول هم د ولسواليو د پراختیایي شورا ګانو د غړو او د ښارونو په کچه د فعالو ځوانانو په مشوره ترسره شوي. د مالیې وزارت پلاوي د دغو غونډو د جوړولو د رهبرۍ په کچه کې قرار لري. په دغو غونډو کې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، د اقتصاد وزارت او د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت استازو د مرکزي ټیم او د ولایت مرستیال، مستوفي او اقتصاد ریس د ولایتي ټیم په توګه ګډون کړی وو.

دپلي کیدو تګلاره

د پرمختیایی پروژو لیست چې د ټولو ولایتی پرمختیایی پلانونو په کی شاملیږي د ولسوالۍ په کچه تقسیم شوي. په هره ولسوالۍ کې د پراختیایی پروژو لستونه د همدې ولسوالۍ د استازو په لاس کی دي. د لازمي لارښودونو ورورسته چې په عمومی ډول د پریزنټشن لخوا  او په خاص ډول  دهر ډلې لپاره چمتو شوي، دهغوی څخه وغوښتل ترسو دپخوانی معارونو په نظر کی نیولو سره چی دوی ته تشریح شوی وه، دخپلې مربوطه ولسوالۍ پروژی اولویت بندي کړي.  لومړیتوب د ځینې معیارونو پر بنسټ  لکه دپروژې اغیزې د غربت په کموالي ، چاپیریال ساتنه، دندې رامنځته کول، جنډر (جنسیت) دعوایدو زیاتوالی، له فساد سره مبارزه،  ظرفیت جوړونې په معیاراتو باید رامنځ ته شي. او د منظورۍ دیرچانس ولريچې په  ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې دې شامل شۍ.

په لسو ولایاتوکې د مشورتی مجلسونو وړاندیزونه او داشتراکوونکی شمیره په لاندې ډول دی.

جدول ۱۱ (دولایاتو پربڼسټ اړتیاوی)

شمیره

ولایت

د ګدونوال شمېر

د اړتیاؤو شمېر

۱

کابل

۱۴۰

۳۳

۲

بلخ

۸۲

۱۸۵

۳

هرات

۱۴۰

۱۴۹

۴

کندهار

۱۵۰

۱۱۱

۵

پروان

۱۰۳

۳۰

۶

بدخشان

۱۷۰

۱۱۱

۷

ننگرهار

۱۶۳

۱۳۱

۸

هلمند

۹۶

۱۳۴

مجموع 

۱و۰۴۴

۸۸۲

له ټولو دولتي ادارو څخه غوښتنه شوی ترڅو لږترلږه دوه یا درې ولسي اړتیاوې پخپل ۱۳۹۹ مالي کال بودجوي پلان کې په پام کې ونیسي او هغه پروژې چې د مالي منابعو د محدودیت له کبله نه تمويلېږي د ۱۴۰۰-۱۴۰۲ کلونو په بودیجه کې منعکسه کړي.

د هغو وړاندیزونو لپاره چې مخکې له مخکې د اداراتو په بودجوي پلانونو کې د تطبیق په حالت پروژې ښودل شوي، غوښتنه شوې ترڅو لاندې معلومات وړاندې کړي: (۱) د پروژې د پای وخت ټاکل، (۲) د پروژې د تطبیق/اجرا اړوند ستونزې، (۳) د مالي منابعو محدودیت.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .