د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د فرانسې جمهوریت له نوي ټاکل شوي سفیر سره د پیژندنې ناسته وکړه
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د غویې میاشتې په ۲۸مه نېټه د افغانستان لپاره د فرانسې جمهوریت له نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي داوید مغتینان، سره د پیژندنې ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست نوموړي ته د ښه راغلاست او له افغانستان سره د فرانسې جمهوریت له مرستو څخه د مننې تر څنګ له نوموړي سره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا، له افغانستان سره د فرانسې په پراختیایې مرستو، د هغو پروژو په پلي کیدو چې کار یې جریان لري او د حکومت او خلکو لومړیتوبونو ته په کتو سره د نویو پروژو په طرحو، د پانګونې په فرصتونو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث وکړ.
همداشان د مالیې وزارت سرپرست د یاد هیواد د پخواني سفیر ښاغلي فرانسوا ریشیه له کړنو او فعالیتونو څخه د مننې تر څنګ نوي ټاکل شوي سفیر ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
