د مالیې وزارت سرپرست د نړیوال بانک تخنیکي ډلې او نړیوال مالي سازمان (IFC) له مسؤلینو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۵ - ۹:۴۰
نړیوال بانک

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د نړیوال بانک او پیسو نړیوال صندوق ۲۰۱۹ کال پسرلنۍ ناستو کې د ګډون په مهال د څنډو ناستې په دوام د وري میاشتې په ۲۳ مه نېټه د نړیوال بانک تخنیکي ډلې او نړیوال مالي سازمان (IFC) له مسؤلینو سره وکتل.

نړیوال بانک

د مالیې وزارت سرپرست په دې کتنه کې له هغوی سره د مزارشریف په ګازي برېښنا، په لنډه موده کې د دې پروژې په چټک پلي کېدو، دې پروژې ته د ګازو نل لیکې په لېږد، د نوموړې پروژې د پرمختګ لپاره د افغانستان او نړیوال بانک تخنیکي ټیم ترمنځ په اوونیزو ناستو او نورو ورته مسائلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د هیواد له لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو سره انلاین ناسته وسوه!

د لړم ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو چارو د مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د یو شمېر رئیسانو په ګډون د هیواد د لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو له مسؤلینو سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

BACK TO NEWS