د ګمرکونو اداري کارمندانو ته په اداري او مالي برخو کي روزنيز پروګرام پيل سو
د ګمرکونو عمومي رياست له لوري د ولایتي ګمرکونو او مرکز کابل د ګمرکي ادارو د څلرم او پنځم بستونو اداري او مالي کارمندانو ته پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پیل سو. دا پروګرام چي نن د حمل پر ۸ مه د ګمرکونو په ملي اکاډمي کي پيل سو، راغلیو کارمندانو ته د اداري مراسلاتو، پروسيجرونو، بشري منابعو د پاليسي، تهيې او تدارکاتو او د هغوی پر طرزالعملونو او نورو مالي برخو کي روزنه ورکول کيږي.
د پروګرام په اړه د ګمرکونو ملي اکاډمي آمر بلال احمد احدي وويل: «اسلامي امارت له لوري د يوې داسي ادارې چي د کلونو راهیسي له هر اړخه ځپل سوې، په اوو مياشتو کي مدیريت کول اسانه خبره نه ده. د ګمرکونو ملي اکاډمي ژمنه ده چي د کارمندانو د ظرفيت لوړولو په موخه لنډمهاله او اوږد مهاله روزنيزي برنامې دايري کړي.
د یادوني وړ ده چي دغه ډول ښوونیز او روزنیز پرګرامونه تر دې مخکي هم تر سره سوي، چي د نوو ګمارل سوو کار کوونکو په ظرفیت لوړونه کي ئې ښې لاسته راوړني لرلي دي.
