د مالیې وزارت مسؤلینو د چین له سفیر سره وکتل
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال د افغانستان لپاره د چین له سفیر وانګ یو، سره د مالیې په وزارت کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کي دواړو لوریو د لنډ مهالي مودې لپاره د چین هیواد د بشري مرستو په ګډون، په اساسي زېربناوو باندې په پانګونه، سیمه اییزې نښلونې او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
ښاغلي وانګ یو، روښانه کړه، چي د چین د خلکو جمهوریت د افغانستان اقتصادي ودې او بشردوستانه مرستو په برخه کي همکاریو ته ژمن دی.
