د مالیې وزارت او اسیا پراختیایي بانک ترمنځ د افغانستان لپاره د دې بانک په دری کلن عملیاتي پلان (COBP)بحث وشو
د مالیې وزارت مالي مرستیال عبدالحبیب ځدراڼ، نن د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایې بانک له رئیس نریندرا سنګرو، سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د اسیا پراختیایې بانک په درې کلن عملیاتي پلان، د افغانستان لپاره د دې پلان په ارزښت، په دې پلان کې د طبیعي سرچینو، ترانسپورټ، انرژۍ او روغتیا سکټورونو په برخو کې د لومړیتوب لرونکو ملي پروژو په شاملولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې خبرې وکړې.
د مالیې وزارت مالي مرستیال، د اسیا پراختیایې بانک له لوري د افغانستان په زیربنایې سکټور کې له پانګونې څخه مننه وکړه او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه څو له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
