د مالیې وزارت سرپرست د ملي سوداګرو ستونزې واوریدې
د مالیې وزارت سرپرست له یو شمېر ملي سوداګرو سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د مالیې وزارت سرپرست لومړی د ملي سوداګرو ستونزې واوریدلې او ژمنه یې وکړه چې د دوی ستونزو ته به د نافذه قوانینو او مالي امکاناتو په صورت کې رسېدنه وکړي ،همدارنګه د مالیې وزارت سرپرست له ملي سوداګرو سره د ناستو پردوام ټینګار وکړ.
