د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې استماعیه ناستو دوام
د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، په مشرۍ د تلې میاشتې په ۳۰ مه نېټه د استماعیه ناستو په دوام، د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې د طرحې استماعیه ناسته د مالیې په وزارت کې تر سره شوه.
په دې ناسته کې چې د بودیجې د کمېټې غړو او مدني ټولنو استازو ګډون کړی وو، د مالیې وزارت، د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت خپلي بودیجوي اړتیاوې ناستې ته وړاندې کړې، چې د بودیجې د کمېټې له لورې پرې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت مالي مرستیال وویل، چې دولتي ادارې باید د بودیجوي اړتیاوو وړاندې کولو پرمهال د روڼتیا اصل، د غیر اړینو لګښتونو مخنیوی، د خلکو ستونزو ته رسېدل او د حکومت پراختیایي لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.
د یادونې وړده، چې په استماعیه ناستو کې دولتي ادارې خپلې بودیجوي اړتیاوې وړاندي کوي او د بودیجې کمېټه یې د مالي امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې د ملي بودیجې په طرحه کې شاملوي.
