د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق د خپل مشرتابه کمېټې کلنۍ ناسته وکړه

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۹:۳۲
خبر

د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق د مشرتابه کمېټه، چې د اسیایي پراختیا بانک له لوري مدیریت کېږي، د حکومت د زېربنایي لومړیتوبونو د ملاتړ په موخه یې نن د مرغومې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د ستراتېژيکې تګلارې او ټولیز پرمختګ د ارزونې لپاره خپله کلنۍ ناسته ترسره کړه.
دغه ناسته د مالیې وزارت سرپرست او زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي؛ او د مرکزي او لویدیځې اسیا لپاره د اسیایي پراختیا بانک لوی رئیس ښاغلي ورنرلیپاخ، په ګډه مشرۍ ترسره شوه. په یاد ه ناسته کې چې د هیوادونو او سازمانونو سفیرانو او استازو هم ګډون درلود، د هیواد د اقتصادي ودې او د افغانستان د خلکو د ژوند ښه کولو په موخه د زېربنا په چارو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
ښاغلي پروفیسور قیومي وویل: "د افغانستان حکومت په استازولۍ د پراختیایي پروګرامونو د ملاتړ په موخه له نړیوالې ټولنې مننه کوم. د زېربناوو پراختیا، ښه ملاتړ ته اړتیا لري او د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو ده. د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق زموږ د زېربناوو د پراختیا لپاره د لومړیتوب لرونکو پروژو د مالي ملاتړ اصلي میکانیزم دی."
د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق په ۲۰۱۰ کال کې رامنځ ته شوی، څو د یوه اختصاصي میکانیزم لپاره د حکومت اړتیاوې او د زېربنا د پراختیا لپاره مالي تآمین روښانه کړي. یاد صندوق د څو مرستندویانو له لوري تمویلېږي او په انفرادي، دوه اړخیزه او څو اړخیزه توګه په سترو زېربنایي پروژو کې پانګونه کوي. پراختیایي شریکانو تر دې دمه له دې صندوق سره ۷۴۴ میلیون امریکایي ډالره ژمنه کړې او له دې پیسو ۶۰۰ میلیونه یې ورکړ شوي دي.
ښاغلي ویرنر لیپاخ وویل: "د اسیایي پراختیا بانک په بشپړه توګه د افغانستان له وجهي صندوق سره ژمن دی، پرسونل او مالي سرچینې یې ورته چمتو کړي دي، څو د افغانستان په سترو زېربنایي پروژو کې خپل رول زیات کړي."
د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق، د ترانسپورټ، کرنې او انرژۍ په برخو کې پانګونې کوي، له سیمه ایزې همکارۍ سربېره یې د هیواد لپاره هم اړینې او ښې پایلې درلودلې دي، چې پر اقتصادي وده، کارموندنه، خدمتونو ته په لاسرسي او بې وزلۍ کمولو مثبت اغېز اچوي.
د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیا بانک رئیس ښاغلي نرندرا سنګرو، په دې ناسته کې د افغانستان وجهي صندوق لاسته راوړنې، اوسنۍ ستونزې او د پام وړ پرمختګونه، چې د افغانستان حکومت او د اسیایي پراختیا بانک په روان کال کې ورسره مخامخ وو، وړاندې کړل. ګډونوالو هم د یاد صندوق د پیاوړتیا په موخه په سترو پروژو کې د پانګونې د ښه ملاتړ لپاره، چې له اقتصادي نظره تل پاتي او دوامداره دي، لکه لګښتونه، انتقال او د برېښنا وېشلو په برخو کې د خپلو پلانونو لارښوود وړاندي کړ.
د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق پانګونه، د افغانستان سولې او پراختیا ملي چوکاټ، د زېربنا ملي پلان، ځان بسیاینې اجنډا او نورو ملي پروګرامونو په ګډون د افغانستان له پراختیايي لومړیتوبونو سره یو شان ده. د دې صندوق له سرچینو ګټه اخیستنه پراختیایي اغېرمنتوب تضمینوي او په هغو پروژو تمرکز کوي، چې افغانستان زیاته اړتیا ورته لري. د افغان ملي اردو وجهي صندوق، انګلستان نړیواله پراختیایي اداره، د المان ک ام ډبلیو پراختیایي بانک، جاپان دولت او د امریکا متحده ایالتونو پراختیایي اداره د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق اوسني شریکان دي.

خبر

د دې ناستې په پای کې د مالیې وزارت سرپرست او د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیا بانک رئیس، د سړکونو د بیا رغونې او ساتنې لپاره د لومړنیو فعالیتونو په موخه د ۱۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت وړیا مرستې تړون لاسلیک کړ. دغه وړیا مرسته د افغانستان له حکومت سره د امکان سنجونې مطالعې، د انجینرۍ دقیق ډیزاین، اړوندو سندونو، تدارکاتي ملاتړ رامنځته کولو او وړتیا په لوړولو کې مرسته کوي. دغه پروژه سیمه ایز لاسرسي ته د ښه کېدو او د لارې شبکې له پیاوړتیا سره مرسته کوي او پایداره پراختیا، سولې او ثبات لپاره د حکومت لیدلوری لوړوي.

خبر


د اسیایې پراختیا بانک په داسې حال کې چې د بیوزلۍ کموالي لپاره خپلو هڅو ته وده ورکوي د هوسا، ټول شموله، انعطاف پذیرې او پایداره اسيا او پسفیک ته ژمن دی. یاد بانک په ۱۹۶۶ کال کې جوړ شو او ۶۸ غړي لري چې ۴۹ غړي یې د سېمې دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS