په ننګرهار ولایت کي نظامي توکي نیول سوي

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې زړورو ځواکونو د ننګرهار ولایت په ګمرک کې یو شمېر نظامي توکي چي له ګاونډي هیواد څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته را واریدېدل نیولي دي.
په دغو توکو کي ۲غټې بوجې د تومانچې پوښونه چي په یوه لارۍ موټر کي پټ ځای پرځای سوې وو، کشف او ترلاسه سوي دي. دغه توکي په ناقانونه توګه له ګاونډي هیواد څخه افغانستان ته راوړل کېدل، چي د ګمرک د زړورو ساتونکو له لوري ونیول سول او تورن کسان یې د پوښتنو په موخه اړوند قضایي څانګو ته ور معرفي کړي.
