مشرانو جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې طرحه تائید کړه
مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې طرحه د روان کال تلې میاشتې په ۱۵ مه نېټه ملي شورای ته استولې وه، چې د لېندۍ میاشتې په ۹ نهمه نېټه د مشرانو جرګې له لورې دغه طرحه تائید شوه.
د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې طرحه د دولت د مالي امکاناتو او وړتیا پربنسټ او ملي پراختیایي لومړیتوبونو پر بنا ترتیب شوې ده. د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټول ټال ملي بودیجه ۴۵۲،۶ میلیارده افغانۍ تخمین شوې ده. له دې جملې عادي بودیجه ۲۹۶ میلیارده افغانۍ ده، چې د ملي بودیجې ۶۵ سلنه جوړوي او همدارنګه پراختیایي بودیجه د ۱۵۶ میلیارده افغانیو په لرلو سره د ملي بودیجې ۳۵ سلنه جوړوي.
د راتلونکي مالي کال ملي بودیجې په طرحه کې د حکومت شامل لومړیتوبونه د اوبو د سرچینو مدیریت، د کانونو او پټرولیم سکټور، سیمه ایز اتصال، عدلي او قضایي سکټور، د برېښنایي پېژندپاڼو وېش او زېربنایي چارې دي.
