له خصوصي شرکتونو سره د قرارداد اخیستو او تدارکاتي پروسو په اسانه کولو کې د روڼتیا رامنځته کېدو په موخه مشورتي ناسته وشوه
د مالیې وزارت اداري معینیت سرپرست ښاغلي عبدالحبیب ځدران په مشرۍ، د اداري او مالي چارو لوی رئیس ښاغلي محمد خان دانشجو، د اړوندو برخو رئیسانو، خصوصي شرکتونو او د مالیې وزارت قراردادیانو په ګډون له خصوصي شرکتونو سره د قرارداد اخیستو او تدارکاتي پروسو په اسانه کولو کې د روڼتیا رامنځته کېدو په موخه مشورتي ناسته د غویي میاشتې په ۲۹ مه نېټه جوړه شوه.
د مالیې وزارت اداري معینیت سرپرست، د خصوصي شرکتونو او قراردادیانو د نظرونو، ستونزو او وړاندیزونو اوریدو ترڅنګ هغوی ته ډاډ ورکړ، چې مالیې وزارت به د پروسو ساده کولو، د پیسو په وخت ورکړې او له هغوی سره د ژر ثبات رامنځ ته کولو لپاره لازمه همکاري وکړي. نوموړي د شرکتونو له مسؤلینو وغوښتل چې له فساد سره مبارزې او له مالیې وزارت سره د روڼتیا تامینولو په برخه کې همکاري وکړي.
