سپین بولدک سرحدي ګمرک کې د ۱۲۰۰ کارتنه شیدو له غیر قانوني تورید څخه مخنیوی وسو
د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې ځیرکو منسوبینو سپین بولدک سرحدي ګمرک کي په ۲ مازدا ډوله بار وړونکو موټرو کي ۱۲۰۰ کارټنه شیدې چي ګمرکي محصول یې نه وو تحویل کړی، د نیولو خبر ورکړ.
یاد سوي توکي ګاونډي هېواد پاکستان څخه په غیر قانوني شکل هېواد ته واردېدل چي د ګمرکي منسوبینو لخوا کشف او د لېږد مخه یې ونیول سوه.
د یادوني وړ ده چې تر دې وړاندي د هېواد په ګمرکونو کې د دې ډول پېښو مخنیوی سوی وو.
