د هیواد په ګمرکونو کې د ځیرک سیستم پرانیسته او ګټه اخیستنه
د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په حضور کې نن د مرغومې میاشتې په ۲ مه نېټه د هیواد ګمرکي ځیرک سیستم پرانیسته وشوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد، مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د پالیسۍ معینیت سرپرست ښاغلي ناصر صدیقي، د دې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکونکو ګډون کړی وو.
د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي شېرزاد وویل، چې له نېکمرغه نن ورځ موږ په اسلام کلا او حیرتان کې د ګمرکي ځیرک سیستم د پرانیستنې او ګټې اخیستنې شاهدان یو، په عوایدي سرچینو کې د دې سیستمونو نصبېدل زموږ له لومړیتوبونو څخه دي، چې په ګمرکونو کې د روڼتیا رامنځته کېدو، د مالیاتو د تېښتي مخنیوي او د جنس د تغییر او زیات وزن د مخنیوي سبب ګرځي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې زیاته مرسته کوي.
د ګمرکي ځیرک سیستم په نصبېدلو کې په محصولي ګمرکونو کې د ډیجیټلي تلو، د څارنې کمرو، او په هغو ځایونو کې چې د برېښنا له کمښت سره مخ وي د سولري سیستم نصبول شامل دي
ډیجیټلي تلې د اسیکوډا له سیستم سره وصل شوي دي، چې د محمولو وزن په ډیجیټلي ډول ټاکي او په ګمرکونو کې د اسیکوډا سیستم ته یې په انلاین بڼه استوي. دغې مسئلې سوداګریزو محمولو ته د اسانتیاوو ترڅنګ، د محمولو وزن په کره توګه سنجوي او د وزن د تغییر مخنیوی کوي.
د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت د اصلاحاتو پلي کولو او د عوایدي سرچینو مډرن کولو ته ژمن دی، چې ښایي په نږدې راتلونکي کې یاد سیستم د هیواد په ټولو محصولي ګمرکونو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
