د ملي بودیجې جوړونې سیستم، ځیرک مالي سیستم او مالي وړاندویینې سیستم پېژندنې په موخه ناسته وشوه

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده په مشرۍ، جوړه شوې ناسته کي د ملي بودیجې جوړونې سیستم، ځیرک مالي سیستم او مالي وړاندویینې سیستم د دې وزارت په خیبر هال کې معرفي شو.
په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت د بودیجې عمومي رئیس نېک محمد محبي، د بودیجې جوړونې او ریفورم رئیس کمال انډیوال او یو شمېر نورو رئیسانو هم ګډون کړی وو، موخه یې په نړیوالو معیارونو د ملي بودیجې جوړول او په ملي بودیجه کې د لا زیاتې روڼتیا رامنځته کول وو. همدا شان د مالي ځیرک سیستم (AFIS)، د مالي وړاندویینې ماډل (FFM) او د بودیجې جوړونې په سیستم (BPS) تمرکز وشو او په تړاو یې اړینې پرېکړې وشوې.
