د مالیې وزارت ویاند: د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې سند ملي پایدارې ودې ته د رسیدو او د افغانستان د خلکو هوساینې لپاره دی

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۶:۲۱
خبر

د مالیې وزارت ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي شمروزخان مسجدي، د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه د مالیې وزارت د لاسته لاوړنو او فعالیتونو څخه د اطلاع رسونې او د سوداګرو، د خصوصي سکټور استازو او رسنیو د ستونزو اوریدو په موخه بامیانو ولایت ته سفر وکړ.

په پیل کې د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس د بامیانو له والي ښاغلي محمد طاهر زهیر سره وکتل او له نوموړي سره یې د مالیې وزارت د اطلاع رسونې میکانیزم شریک کړ. د بامیانو والي هم د اطلاع رسونې په رول او ارزښت خبرې وکړې او د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي له رئیس څخه یې بامیانو ولایت ته د سفر او د یاد وزارت له کړنو او فعالیتونو څخه د اطلاع رسونې په موخه مننه وکړه.

خبر

د بامیاتو ولایت له مستوفي اغلی حلیمې راهپیما، سره یې په لیدنه کې په کاري پروسو، د یاد ولایت د مستوفیت په ستونزو او نورو اړوندو مسایلو بحث او د نظر تبادله وکړه. د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ډاډ ورکړ چې د بامیانو ولایت د مستوفیت ستونزې به د یاد وزارت له رهبرۍ سره شریکوي.

خبر

همداشان د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس د خصوصي سکټور، مدني ټولنو او رسنیو له استازو سره وکتل او د مالیې وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو لنډ راپور او د یاد وزارت د اطلاع رسونې میکانیزم یې له دوی سره شریک کړ. په دې لیدنه کې د خصوصي سکټور، مدني ټولنو او رسنیو له استازو سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. ښاغلي مسجدي دوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د مالیې وزارت رهبرۍ ته رسوي تر څو امکاناتو او نافذه قوانینو ته په کتو سره ورته رسیدنه وشي.

خبر

همدا راز د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس د بامیانو پوهتنون ته ولاړ او د مالیې وزارت لاسته راوړنې او فعالیتونه یې په تېرو پنځو کلونو کې د ملي عوایدو راټولیدو، مؤثریت او مثمریت او همداشان د خلکو لومړیتونو ته په کتو سره د پراختیایې بودیجې د لګښت، بودیجوي اصلاحاتو او نړیوالو معیارونو سره سم د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودیجې د ترتیب، د بامیانو ولایت د پراختیایې پروژو لپاره د تخصیص شوی بودیجې، اصلاحاتو، سیستم جوړونه او له فساد سره مبارزه، د سېمې له دیارلسو هیوادونو سره د دوه اړخیزو کمېسیونونو د جوړولو او مدیریت، د مالیې وزارت نړیوالو لاسته راوړنو لکه په بریا سره د بروکسل، وارسا او جینوا کنفرانسونو د تر سره کیدو په برخه کې د یو سمینار له لارې د بامیانو پوهنتون محصلینو ته تشریح کړل.

خبر

همداشان د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس د افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې سند، ځان بسیاینې ته د رسیدو او د افغانستان د خلکو هوساینې لپاره د یو پراخ پلان په ډول همداشان د مالي چټکتیا بستې( مالي پانګونې بستې) په اړه محصلینو ته معلومات ورکړل.

 د بامیانو پوهتنون مرستیال ښاغلي محمد ظاهر فائز د اطلاعاتو شریکولو لپاره د مالیې وزارت له نوښت څخه مننه وکړه او هغه یې د حکومت د کړنو، فعالیتونو او روان وضعیت څخه د محصلینو د عامه پوهاوي لوړوالي لپاره نیک اقدام وباله.

د دې سیمینار په پای کې محصلینو خپلې پوښتنې مطرح کړې او پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS