د مالیې وزارت نوی اداري مرستیال معرفي شو

ښاغلی محمد اسماعیل رحیمي، چې د مالیې وزارت د وړاندیز او ولسمشرۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ د مالیې وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی وو، نن د غویي میاشتې په ۴ مه نېټه د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، له لوري د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د پېژندنې په دې غونډه کې چې د مالیې او اقتصاد وزارتونو یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی وو، د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، وویل: ښاغلی رحیمي، په ملي او نړیوالو ادارو کې کاري تجربه لري او له ښې وړتیا او اخلاص څخه برخمن دی. نوموړي ته د مالیې په وزارت کې چې یو کلیدي او پراخ کاري چاپېریال لري اړتیا لیدل کېږي او موږ نوموړي ته په دې درانه مسؤلیت کې د بریا غوښتونکي یو.

د مالیې وزارت نوي ګمارل شوي مرستیال ښاغلي رحیمي وویل چې له جلالتماب ولسمشر او د مالیې وزارت له مشرتابه څخه مننه کوم، چې په دې سختو شرایطو او د کرونا ویروس له کبله په ستونزمن حالت کې یې په ما باور وکړ. زه به دغه باور ته پوره درناوی وکړم او په چارو کې به له هیڅ ډول هڅو ځان ونه سپموم او همدا شان د مالیې وزارت له ټولو کارکوونکو او همکارانو هیله کوم، چې په پوره همغږۍ او ملګرتیا له ما سره همکاري وکړي او راپېښ شوی وضعیت په ښه ډول مدیریت کړو

د یادونې وړ ده، چې ښاغلی رحیمي، له دې مخکي د اقتصاد وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال په توګه دنده تر سره کوله او تر هغه وړاندې یې په لوړو دولتي پوسټونو او نړیوالو او کورنیو بنسټونو کې د معین او سلاکار دندې ترسره کړي دي.