د مالیې وزارت مالي ځان بسیاینې ته ژمن او مسلکي کارکوونکي لري

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۰ - ۱۴:۲۸
خبر

د مالیې وزارت متعهد او دندو ته ژمن کارکوونکي د کوچني اختر په څلورمه ورځ په پوره لیوالتیا او غښتلې اراده خپلو دندو ته حاضر سول. دغو کار کوونکو له ورځني مهال وېش سره سم خپلي چاري پیل کړې، چي د دوی د صادقانه هڅو په پایله کي د کوچني اختر له پای ته رسېدو سره هم مهاله ( د روان مالي کال د غوایي میاشتي له ۴ -۷ نېټې پوري) په میلیونونو افغانۍ عواید را ټول کړل سول.

د را ټولو سویو عوایدو دغه رقم (۹۱۶) میلیونه افغانۍ کېږي، چي د یوې پیاوړي ژمني په پایله کي را ټول سوي او ملي خزاني ته سپارل سوي دي.

د مالیې وزارت ژمن او مسلکي کارکوونکي په هر ډول شرایطو کي، په ملي کچه و اولس ته د خدمتونو وړاندي کولو لپاره چمتو دي او خپل مسؤلیت په پوره لیوالتیا او هيوادنۍ میني سره په ښه توګه سرته رسوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۳
Background image

د هرات ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چې د هرات مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د فراه ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چې د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS