د مالیې وزارت سرپرست اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له غړو سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له غړو سره د مالیې په وزارت کې ولیدل.
په دې لیدنه کې چې د کمېسیون رئیس عین الدین بهادري، د کمېسیون د دارالانشاء عمومي رئیس عصمت الله حیدري، د بشري سرچینو امر سید اسماعیل دانش او مالي مسؤل عبدالحبیب حبیبي ګډون کړی وو، دواړو لوریو د اطلاع رسونې په مسایلو، روڼتیا او له فساد سره په مبارزه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست د اطلاعاتو وړاندې کولو ته ځان ژمن وباله او دا چاره یې خپل لومړیتوب وګڼل. نوموړي، له یاد کمېسیون څخه وغوښتل چې له اداري فساد سره د مبارزې او روڼتیا رامنځته کېدو کې همکاري وکړي، څو ګام پر ګام د اصلاحاتو په لوري روان شو.
