د مالیې وزارت او نړیوال بانک ترمنځ د کاري ګروپ اوومه ناسته وشوه
د مالیې وزارت او نړیوال بانک ترمنځ د کاري ګروپ اوومه ناسته د سلواغې میاشتې په ۸ مه نېټه د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه.
په دې ناسته کې د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت سرپرست او د څارنې، تحلیل او راپور ورکونې عمومي رئیس ښاغلي محمد ناصر صدیقي، د نړیوال بانک عملیاتي مدیرې اغلې هما زهرا فتوحي، د عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې استازو ګډون کړی وو.
دغه ناسته د هیواد په کچه د جنډر (GBV) میشته تاوتریخوالي سره د مبارزې، په تړاو یې د ستونزو پېژندلو او هواري په موخه تنظیم شوې وه چې لومړیتوب یې زده کړه او روغتیا وه. دارنګه د (Inter – Agency Technical working Group ) تخنیکي ګروپ په ناسته کې د وزارتونو په مخ کې د پرتو ستونزو او خنډونو په ځانګړي توګه د (GBV) په تشخیص او له منځه وړلو بحث او د نظرونو تبادله وشوه. د ناستې اساسي تمرکز د روغتیا او پوهنې پر سکټور وو.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو اداره دي په اړوندو ادارو کې د راجستر کېدو، ټرېنینګ او د جنسي ځورونې مسایلو د تعقیبولو پلان طرحه کړي.
