د فساد، بې غورۍ او کم کارۍ ستونزو ته د رسېدو په موخه له خلکو سره د مالیې وزارت د سرپرست مخامخ ناسته وشوه

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۸:۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د فساد، بې غورۍ، کم کارۍ او د مالیې وزارت د کارکوونکو او مسؤلینو د ناوړه چلند په څېر ستونزو ته د رسېدو په موخه د خلکو له مختلفو قشرونو (ملي سوداګرو، پانګوالو او عامو خلکو) سره د دې وزارت په خیبر هال کې نېغ په نېغه وکتل.

په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، رئیسانو، مسؤلینو او یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړی وو، مختلفو قشرونو د عوایدي سرچینو او ګمارنې په برخو کې خپلې ستونزې، شکایتونه او وړاندیزونه مخامخ د مالیې وزارت له سرپرست، سره شریک کړل.

د مالیې وزارت سرپرست، د دوی د ستونزو اورېدو ترڅنګ، ستونزې ډل بندي کړې او دغو ستونزو ته د رسېدو په موخه یې اړوندو مراجعو ته وړاندې کړې. نوموړي ټولو شکایت کوونکو ته ژمنه ورکړه، چې د هیواد نافذه قوانینو او امکاناتو په پام کې نیولو سره به یې ستونزو ته رسېدنه کېږي.

د یادونې وړده، چې د مالیې وزارت سرپرست، د حکومت په کچه د یوه بېساري اقدام په ترسره کولو، د پنجشنبې په ورځو له (۱-۳ بجو پوري) د مختلفو قشرونو (مالیه ورکوونکو، ملي سوداګرو، د خصوصي سکټور استازو او عامو خلکو) سره له نږدې لیدنه او خبرې کوي، څو د دوی ستونزې له نږدې واوري او د نافذه قوانینو په رڼا کې د حل لارې ورته ومومي.

خبر

هرڅوک کولی شي؛ د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د مالیې وزارت له مشرتابه سره مخامخ په ازاده توګه وویني، دوه ورځې وړاندې په دغه ایمېل پته (complaint@mof.gov.af) په ناسته کې ګډون وکړئ او یا د دفتر عمومي ریاست، د همغږۍ او څارنې ریاست، شکایتونو ته د رسېدو امریت له دغو شمېرو (0202924187) (0202924190) سره اړیکه ونیسئ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۴:۵
Background image

د تدارکاتو ریاست د مسئولینو له پاره د "بیعي په تړاو عمومي معلومات" تر سرلیک لاندي یو ورځنی سیمینار ترسره سو!

د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د تدارکاتو ریاست مسئولینو له پاره د "بیعي په تړاو عمومي معلومات" تر سرلیک لاندي یو ورځنی سیمینار جوړ کړ.
په دې غونډه کي، چي د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۲۵
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د  (۱۴۴۷ هـ.ق( کال د همغږۍ پنځمه ناسته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۹:۳۸
Background image

د کابل پوهنتون محصلینو ته د مالیاتي سیسټمونو په تړاو روزنیز سیمینار وړاندي سو!

د لړم ۱۵مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري په کابل پوهنتون کي د مالیاتو د عامه پوهاوي په موخه درې ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي سو.
په دې سیمینار کي ګډونوالو ته د. . .

BACK TO NEWS