د زیربنایې پراختیا شورا په دریمه تخنیکي ناسته کې د کابل ښار د سطحي اوبو په مدیریت او د سیمه اییزې ریل پټلۍ له شبکې سره د افغانستان په نښلونې خبرې وشوې
د زیربنایې پراختیا دریمه تخنیکي ناسته د زمري میاشتې په ۱۴ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې له اجنډاء سره سم د کابل ښار د سطحي اوبو په مدیریت، په دې ښار کې د سطحي اوبو په راټولیدو، د ترکمنستان او ایران له لارې د سیمې د ریل پټلۍ له شبکو سره د افغانستان د ریل پټلیو په نښلونې، د ترکمنستان او ایران هیوادونو سره د ریل پټلۍ هوکړه لیکونو په لاسلیکولو بحث او د نظرونو تبادله وشوه په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.
