د روان ۱۴۰۲ مالي کال په لومړیو لسو میاشتو کي د ګمرکونو صادرات زیات سوي!

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۴:۳۲
...........


د مالیې وزارت له لوري د هیواد په ګمرکونو کي سوداګرو ته د رامنځته سوو اسانتیاوو او له فساد سره د جدي مبارزې له امله، د روان (۱۴۰۲) کال په لومړیو لسو میاشتو کي یو شمېر هیوادونو ته د څه باندي (۱۲۲) میلیارډه افغانیو په ارزښت صادرات ترسره سوي دي.
په ترسره سوو صادراتو کي د څه باندي (۴۳) میلیارډه افغانیو په ارزښت مېوې، د (۱۶) میلیارډه افغانیو په ارزښت پنبه او د (۱۷) میلیارډه افغانیو په ارزښت سبزیجات شامل دي، چي پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته صادر سوي دي.
د مالیې وزارت تل هڅه کړې، چي د کورنیو او بهرنيو سوداګرو لپاره په ګمرکي طي مراحلو کي اړیني اسانتیاوي رامنځته کړي؛ ترڅو سوداګر وکولای سي په کمه موده کي د سوداګریزو توکو ګمرکي طي مراحل په اسانۍ ترسره کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

د مالیې وزارت د شکایتونو اورېدو آمریت (۱۵) شکایتونو ته رسېدنه کړې!

د لړم ۵ مه ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست د شکایتونو اورېدو آمریت د دغه وزارت اړوند ټولو شکایتونو؛ لکه: فساد، کم کاري، کار ځنډوني او د یو شمېر مسئولینو ناسم چلند ته د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۱۸
Background image

د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له روزنیز پروګرام څخه فارغ سویو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې!

 د لړم۱-  ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د بندرونو د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو، چي د کیفیت کنټرول مسلکي کولو له پروګرام څخه فارغ سوي ول د یو لړ مراسمو په ترڅ کي تصدیق. . .

BACK TO NEWS